د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي ښايي امريکايي پوځيان د اوباما تر اعلان سوي نېټې دمخه له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي.
رابرت ګېټس چي له وړمي ورځي راهيسي په افغانستان کي دئ وويل که په افغانستان کي سږدوبى د حکومت واکمني ليري پرتو سيمو ته وغځول سي ښايي امريکايي پوځيان د ٢٠١١ کال تر جولاى دمخه له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي.
د دفاع وزير په داسي وخت کي د افغانستان څخه د پوځيانو د ژر وتلو خبره کوي چي لا اوس هم دغه هيواد ته د امريکايي پوځيانو راتګ دوام لري او په کندهار ولايت کي پراخو پوځي عملياتو ته تيارى نيسي.
بلي خواته د امريکا په کانګرس کي وکيلان پردې باندي غور کوي چي څنګه له افغانستان څخه خپل پوځيان ژر راوباسي، ديموکراتان په افغانستان کي د پوځي ماموريت سره مخالف دي، خو د جمهوري غوښتونکو ګوند په دې چاره کي د ولسمشر اوباما ملاتړ کوي او له افغانستان څخه د پوځيانو له وتلو سره مخالفت کوي.