اي پي خبري اژانس خبر وركړي ، چې د ايران ولسمشر احمدي نژاد وايي امريكا په افغانستان كې دوه مخى سياست چلوي، دوى له هغه ترهګرو سره جنګ كوي چې دوى خپله جوړ كړي دي، نوموړي دا خبرې نن په كابل كې له خپل افغان سيال حامد كرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه كې كړي.
كله چې له نوموړي نه پوښتنه وشوه چې د امريكا د دفاع وزارت د سيكرټري رابرټ ګېټس د هغه تور په اړه څه نظر لري چې پر ايران يې ولګاوه چې ګواكي ايران دوه مخي كوي، يو خوا هڅه كوي چې له افغان دولت سره ښې اړيكې ولري او بل خوا د امريكايي او ناټو ځواكونو د ماتولو لپاره له طالبانو سره مرسته كوي.
احمدي نژاد په ځواب كې وويل چې امريكايانو خپله ترهګر جوړي كړي دي او اوس وايي چې موږ له ترهګرو سره جنګيږو.