دکندوز ولایت دوالی ویاند محبوب الله سعیدی ته وویل چی تیره شپه د عامه نظم اووسلوالو طالبانوترمنځ نښته رامنځته شوې وه چی دهغه پروینا په دغه نښته کی دعامه نظم یوتن پولس مړ او یو ټپی شوی دی هغه د ټپی دروغيتایی حالت په اړه دمگړی څه ونه ویل.
خو همدارنگه نوموړی زیاتوی چی دنښونښانو څخه داسی څرگندیږی چی مقابل لوری ته به هم دسردرانده زیانونه اوښتي وی ولی هغه یی په اړه دقیق مالومات نلری. په دغه نښته کی دسپکو اودرندو وسلوڅخه کار اخیستلی شویدی .
خو له بل لوری دوسلوالو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد دیوناڅرگند ځای نه دتیلفون پرلیکه وویل چی د دوی ملگرو تیره شپه دکندوز مرکز اړونده سیمه تلکه کی دکورنیو سرتیرو په پوسته برید ترسره کړیدی. مجاهد ادعاکوی چی په دغه برید یی 5 کورنی سرتیری وژلی دی، ولی نوموړی دیوطالب وسلوال دوژل کیدو خبره هم وکړه.
تلکه دکندوز ښار په 5 کیلومتری کی پروت کلی دی چی ځينی وختونه په کی د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتی رامنځته کیږی .