په کندهارکې دډيورنډدپولي دواړوغاړوته دمېشتوپښتنوپه غوښتنه يوې ايف ايم راديو په نشراتوپيل وکړ.
د دغه راديو پر دفتري ودانۍ او دستګاه باندې ٧مليونه افغانۍ مالي لګښت راغلى چې د کندهار د ولايت د مقام له لوري ورکړل سوې دي.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي لراوبرته وويل چې په بولدک والسوالۍ کې به دغه راديو د ډورنډ پولې پورې غاړې ته تر ٣٥٠ کيلومترۍ پورې نشراتي پوښښ ولري او په خبرونو سره بېره په يو شمېر نورې خپرونې هم ولري.
ايوبي زياته کړه چې دغه راديو د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو په غوښتنه پرانستل سوې ده.
نوموړي زياته کړه چې په نېږدې راتلونکي کې به په همدې ولسوالۍ کې يو ايف ايم تلويزيون هم پرانستل سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه