کور / تازه خبرونه / کندهارکې کرونده ګروته وړياتراکتورنه ورکړل سول

کندهارکې کرونده ګروته وړياتراکتورنه ورکړل سول

په کندهار ولايت کې د کرهڼې د ودې او پرختيا په موخه په لس ګونو تراکتورونه د کرونده ګرو سيمه ييزوشوراګانو ته وسپارل سول.
دغه تراکتورونه د کندهار دوالي پوهنوال توريالي ويسا او ورسره مله پلاوۍ له خوا د کندهار په سرحدي سپين بولدک ولسوالۍ کې د کرونده ګرو په سيه ييزو شوراګانو وويشل سول.
د کرونده ګرو په محلي شورا ګانو دغه ويشل شوي 47 تراکتورنه د امريکا د پرمختيايي ادارې (يوسيډ) په مالي مرسته د سپږسوه پنځه اويا زره امريکايي ډالرو په لکښت اخيستل شوي چې د کروندې د اړتيا وړ ټول تخنيکي وسايل لري.
د کندهاروالي توريالي ويسا د دې تراکتورونو د سپارولو پرمهال په يوه خبري غونډه کې لراوبرته وويل ،هڅه کوي کې چې په کندهار کې کرهڼې او مالدارۍ ته پراختيا ورکړي .
ويسا زياته کړل چې ددې تراکتورانوله کارونې سره به د ځمکو په حاصلاتو کې زياتوالى راسي اوهغه ځمکې به دکروندې وړسي چې دامهال شاړي پرتې دي .
نوموړي وويل چې دغه پروژه به په نېږدې څو شپو ورځو کې په ارغنداب او ډنډ ولسواليو کې هم پلې سي او دغه راز به په درست کندهار کې د کرونده ګرو محلي شوراګانو ته ٢٥٠ تراکتورونه ورکړل سي.
د سپين بولدک ولسوالۍ کرونده ګرود دولت له دغه اقدام څخه ستاينه کوي خووايې چې دولت بايد د کرونده ګرو د کرکيلې په برخه کې د هغوى اساسي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دې ولسوالۍ کرونده ګرو د اوبو نشتوالۍ او د هغوى له پاره د اوبه خورد سيستم نشتوالۍ هغه لويه ننګونه په ګوته کړه چې په وينا يې کرونده ګر ورسره لاس او ګيروان دي.
په وينايې چې دلته هرکورسلګونه جريبه کرنيزه ځمکه لري خو داوبودنشت والي له کبله همداسې شاړې پرتې دي.
دبولدک والسوالۍ ځايې اوسېدونکې وايې چې پدغه ولسوالۍ کې د شنه نري او کدني سيندونه پريمانه اوبه لري خو مهار شوې ندي او خلک ترې هيڅ ګټه نشي اخيستى.
دوى غوښتنه کوي چې که پر دغه سيندونو بندونه جوړ شي نو د سيمې د خلکو په زرګونو جريبه ځمکې ته به د خړوبولو اسانتياوې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرهڼې د ماهيرينو په وينا د افغانستان په زرګونو متره مکعبه اوبه هر ورځ ګاونډيو هيوادونو ته بهېزي خو د هيواد پراخه دښتې او کرنيزې ځمکې د اوبو د نشتوالي له کبله شاړې پرتې دي.