د هندوستان په ملي شورا کي د راجه سبا يا مشرانو جرګې د اوو وکيلانو غړيتوب وروسته له هغه وځنډول سو، چي په د مارچ پر اتمه د ښځو د نړۍ والي ورځي په مناسبت له پارلمان څخه د ښځو په هکله يو نوى قانون تصويب سو.
د هندوستان پارلمان يو نوى قانون تصويب کړ چي له مخي يې د پارلمان ٣٣ فيصده چوکۍ ښځو ته ورکول کېږي، خو دغه پرېکړه د ځينو وکيلانو له مخالفت سره مخ سوه.
د مشرانو جرګې ويلي د دغو وکيلانو غړيتوب يې ځکه ځنډولى چي د ګډوډۍ او مخالفت د پيدا کولو هڅه يې کوله.
بلي خواته د کانګرس ګوند مشري سونيا ګاندي وايي هغه قانون چي له ١٤ کالو راهيسي يې هندوستاني مېرمنو انتظار درلودئ په هر قيمت چي وي بايد هرو مرو تصويب سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه