کور / تازه خبرونه / سي، آى، اې: القاعدې نوى تاکتيک په کار واچاوه

سي، آى، اې: القاعدې نوى تاکتيک په کار واچاوه

د امريکا د استخباراتي ادارې مشر ليون پنيټا وايي د القاعدې شبکې اوس يوه نوي تاکتيک ته لاس اچولى چي له مخي يې خلګ له ذهني تشويس سره مخ کېږي.
ليون پنيټا د امريکا په اوکلاهوما ايالت کي د بهرنۍ پاليسۍ په هکله يوه کنفرانس ته په وينا کي وويل د القاعدې د ٢٠ مهمو مشرانو څخه لس يا نيول سوي او يا وژل سوي دي او نور يې کډه په شاه يو او بل ځاى د تيښتي په حال کي دي، خو لا اوس هم د امريکايانو دپاره دغه شبکه ډېره خطرناکه ده.
نوموړي وويل د القاعدې سره اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ځيني داسي کسان يو ځاى کېږي چي پخوا يې هيڅ اړېکى نه ورسره درلودې.
ليون پنيټا په امريکا کي د چاودنو په تور د نيول سوي افغان نجيب الله ځاځي يادونه وکړه، چي تازه د القاعدې ډلي تر تاثير لاندي راغلى وو او د هغوى څخه يې د نيويارک د تر مځکي لاندي ريل ګاډۍ په سټېشنونو کي د چاودنو دستور اخيستى وو.
هغه د يوه بل مثال په توګه په امريکايي پوځ کي د تورن ابوندال حسن نوم هم واخيست چي څو مياشتي دمخه يې ١٣ امريکايي پوځيان په يوه پوځي مرکز کي ووژل.