کور / تازه خبرونه / د ٣٠ ميليونه يورو په ارزښت نشيي مواد ونيول سول

د ٣٠ ميليونه يورو په ارزښت نشيي مواد ونيول سول

د هسپانيې حکومت وايي د دغه هيواد پوليسو پر يوه فارم د چاپې پر مهال يو ټن کوکئين نيولي چي ٣٠ ميليونه يورو ارزښت لري.
د هسپانيې حکومت ويلي دغه کوکئين د کولمبيا څخه دغه هيواد ته ور وړل سوي دي.
د پوليسو په وينا قاچاق وړونکو کوکئين مايع کړي دي، وروسته يې وچول او بيا يې مشتريانو ته د خرڅلاو دپاره وړاندي کول.
د دې موادو د راوړلو په تور اووه کسان پوليسو نيولي هم دي.