کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه پوځیان او ۳ پولیس ووژل سول

د ناټو دوه پوځیان او ۳ پولیس ووژل سول

اسوشیټید پریس په خپل تازه خبر کی چی همدا څو دقیقې مخکی یې خپور کړ ، لیکی چی نن د خوست ولایت په علیشیر ولسوالۍ کی د یوې فدایی حملې په ترڅ کی دوه بهرني پوځیان ووژل سول . خبر زیاتوی چی چاودنه د بېس په دننه کو وسوه او ښایی وروسته د مړو شمیر نورهم زیات سی . دلته ټوله امریکایی پوځیان مستقر دي .
خو طالبانو اعلان وکړ چی دا پیښه د علیشیر ولسوالۍ د ببرک په تاڼه کی رامنځته سوه او د خوست د مرکز یو طالب ( محمد یونس ) په ځان پوری شل کیلو چاودېدونکي مواد تړلی او د سرحدی پولیسو یونیفورم یې اغوستی و او دغه بېس ته ورننوت او ۲۵ امریکایی پوځیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله .
د یو بل خبر له مخی چی سینهوا آژانس ورکړ ، ویل کیږی چی د کندهار په سپین بولدک کی هم څو ساعته مخکی د پولیسو یو موټر پر ماین وخوت او درې پولیس او یو ملکی لاروﺉ یې له منځه یووړل .