د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ویلی چی طالبانو نن ماپښین پر دوو بجو د هلمند د ګریشک ولسوالي د شمال د « ده آدم خان » په سیمه کی یوه بې پیلوټه اکتشافی الوتکه وویشتل او هغه یې نسکوره کړه . دﺉ وایی چی دا طیاره په ټیټه ارتفاع کی الوتې وه چی طالبانو وویشتله او فعلأ نوری اکتشافی الوتکی د هغی د تلاښ لپاره د سیمی له پاسه د پرواز په حال کی دي . دا یوه جاسوسی طیاره وه .
احمدی زیاتوی چی نن یې په مارجه کی د ناټو پنځه زرهپوشونه هم په ماینونو الوزولي چی ۲۲ بهرنیو پو ځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .