کور / تازه خبرونه / د فلسطين او اسرائيلو مخامخ خبري پيلېږي

د فلسطين او اسرائيلو مخامخ خبري پيلېږي

د امريکا حکومت ويلي ډېر ژر به د امريکا په منځګړتوب د فلسطيني او اسرائيلي مشرانو ترمنځ د سولي خبري پيل سي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند فيليپ ګرولي وايي منځني ختيځ ته د اوباما ځانګړى استازى جارج ميچل به ډېر ژر سيمي ته د خپل سفر د لاسته راوړونو په هکله د بهرنيو چارو وزيري ته معلومات ورکړي.
د نوموړي په وينا ښاغلي ميچل په تيرو ورځو کي د فلسطين او اسرائيلو د مشرانو سره جلا جلا ليده کاته کړي او د دواړو هيوادونو پر اړېکيو ورسره ږغېدلى دئ.