کور / تازه خبرونه / امريکايي جنرال: د کندهار پر عملياتي پلان کار روان دئ

امريکايي جنرال: د کندهار پر عملياتي پلان کار روان دئ

په افغانستان کي د ناټو قواوو امريکايي قومندان جنرال مک کريسټل وايي په هلمند پسې د کندهار په ولايت کي د نظامي عملياتو پر پلان کار روان دئ.
مک کريسټل وايي د عملياتو دقيقه نېټه نسي په ډاګه کولاى، خو د روان عيسوي کال تر پايه بايد د کندهار امنيتي وضعه تغير ومومي او د حکومت واکمني هغو شاوخوا سيمو ته وغځول سي چي اوس د طالبانو په لاس کي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د مک کريسټال په حواله وايي د کندهار عمليات به د مارجې له هغې سره توپير ولري، دلته به کرار کرار پر ځينو سيمو باندي حملې کېږي او دونه زيات شمېر پوځيان به برخه نه پکښي اخلي لکه تېره مياشت چي يې د مارجې په عملياتو کي واخيسته.
کريسټال ويلي ممکن د کندهار عمليات په روان دوبي کي پيل سي، خو تر هغه دمخه بايد د دې ولايت په اداره کي بدلون راسي چي پر حکومت د خلګو بې باوري له منځه ولاړه سي.