پرون په لاهور كې د ځانګړو څارګرو پر ادارې ځانمرګى بريد شوى چې ديارلس كسان يې وژلي او يوشپېته يې زخميان كړي دي.
دغه پېښه د ماډل ټاون په K بلاك كې رامنځته شوې.
چارواكو ويلي چې دايوه څېړنيزه اداره وه او د پنجاب د حكومت تر لاس لاندې يې كار كاوه، دوى دا هم ويلي چې د مړو او زخميانو د ډېرېدا بېره شته.
د طالبانو د تحريك وياند اعظم طارق بي بي سي ته ټيلفون كړى او د پيښې پړه يې پر غاړه اخيستې ده.
دا دويم ځل دى چې د لاهور پر همدې سيمه بريد كيږي، تېر كال هم يو پر يو څيړنيز دفتر باندې ځانمرګى بريد شوى و.