د امريکا د سمندري پوځ اتلس كلن سرتيرى لايم موګن د تيرې شنبې ( مارچ ۶ ۲۰۱۰) په سهار په سنګين كې په ډزو ووژل شو.
دغه سرتېرى په ياده شوې سيمه كې د ګزمې پر مهال وژل شوى دى، د نوموړي تر شا د هغه مور او پلار، كوژدنه، او نوى زېږېدلى زوى چې ده لا تر اوسه نه و ليدلى پاته دي.
د موګن كورنۍ ويلي چې نوموړى يو دنګ او ښكلى ځوان و، خو اوس به يې زوى هيڅكله هم خپل پلار و نه ويني.
دا په داسې حال كې ده، چې د بهرنيو ځواكونو يو نيم سرتيري نور له جګړې ستړي شوي دي او نه غواړي نور په افغانستان كې پاته شي.
څو ورځې وړاندې يو برتانوى سرتېرى چې نه يې غوښتل افغانستان ته لاړ شي، او د جګړې خلاف و، برتانوۍ محكمې زندان ته واستاوه.