دپاكستان پوځي چارواكو د وينا ترمخه دره ادم خيل د پنځو ورځنيو نښتو وروسته د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي او سيمه د وسلوالو دشتون څخه پاكه كړل شوه بلخواته وسلوالو وئيلي دي چى دوي دحكمت لاندې سيمه خالي كړې ده او د امنيتي ځواكونو په ضد به خپلو عملياتو ته دوام وركوي دبى بى سي د راپور تر مخه پوځي چارواكو په وينا امنيتي ځواكونو د سپينې تاڼې څخه بيا تر كوهاټ ټونل پورې ټوله سيمه د وسلوالو څخه پاكه كړې ده او سيمه د ولس دتګ راتګ لپاره خلاصه شویده اوپوځيانو په شاوخوا غرونو كښې مورچې جوړې كړيدي.