کور / شعر / سحرګره

سحرګره

ما چې وه لیدلې آشنا غلې وه
هغه سحرګره ډیره ښکلې وه
بیګاه د څوارلسمی سپوږمې رڼا
مخامخ یې مخ ته شرمیدلې وه
ما که پیژنده دا د ازل کاتب
دا قسمت مې ځان سره تړلې وه
تا که د راتلو خبر راکړی وای
وینه مې د زړه درته شیندلې وه
هغه ډیره ښکلې پیمخه بُدری
زما د یار د حسن پوره وړې وه
ستایو بې روخي نه طاهري یاره
ټوله شپه د ځان سره ژړلې وه