کور / شعر / لایق زاده لایق

لایق زاده لایق

د ادب د مــیـــخــانــې پـــیــاوړې ګـل ئـــې
د قــــلـــــم د زړه د کــــرښـــو ســــره مـــل ئـــې

تــه پــــوهــیـــږی ای لایـــــق ، لایــــق زاده
د کــتـاب د وجـــود پـاڼــو څـومــره خـپـل ئــې

طبــیـعــت پـــه تــا زرغــون دی تل بــه خـــنـداې
د احــمـد او د مـیـرویــس د پــټــکــې ول ئــې

خـــوبــه ولــې زړګـې وېــــښ ســاتــې لـه خــوبــــه
د ســـبـــا نســـیـــم پــه ژبــه بـانـــدې تــل ئــې

ته د عــشق دیــوان تــه نــېـمـه شپـه رڼــا کـړې
د تـــورتــم پـه لــوپـټـو بـــه ښـه اور بـــل ئــې

د غـــــــــزل د ښـــــکلا فـــکـــر پــاریـــدلــی
د نـسـیـم ســتـوري پـه شــعـر ســل پـه سـل ئـې