د(يکشنبی په ماښام دمارچ په اوومه نيټه) دليکوال ،شاعر اودکندهار داطلاعاتو اوفرهنګ د ريس مرحوم عبدالمجيدبابی دفاتحی مراسيم په هند کی د ژورناليزم دپوهنځی دمحصيل او دکندهار راډيو تلويزون دويب پاڼی دخبريال سيد معروف همدرد په کور کی ترسره شول.
دفاتحی په دغه مرسيمو کی په هند کی دافغان سفارت دفرهنګی چارو اتشه پورو فيسر ډاکټر عبدالخالق رشيد ،په هند کی دپښتنو دملی جرګې مشر حاجی ثنا والله خان ،ملی سوداګر محمدولی هوتک، دبي بي سي راډيو خبريال هميم جلالزی ، په هند کی دکليد ګروپ اودال انډيا راډيو دپښتو څانګی خبريال محمدصادق رښتينی او ګڼو محصيلنو برخه اخيستي وه ، دمرحوم بابی پر ژوند اودهغه پر فرهنګي هڅو باندی وږغيدل .
استاد خالق رشيد په خپلو خبرو کی دمرحوم بابی يو شميری خاطر ی بيان کړی او ترڅنګ يي دنوموړی وژل کيدل يوه لويه ځايعه وبلل . دغه راز دکندهارملی سوداګر حاجی محمدولی هوتک هم په خپلو خبرو کی مرحوم بابی دهيواد ، ټولنی او خلکو لپاره ديوه خدمت ګار په توګه ياد کړ. وروسته دغونډی ټولو برخوالو دمرحوم بابی روح ته دخوښی په موخه څښتن تعالی ته د دعا لاسونه پورته کړه او ټول دنوموړی کورنۍ ته دلوی صبر غوښتونکی شول.
په پای کی دغونډی کوربه سيد معروف همدرد دټولو راغلو ميلمنو اومحصلينو څخه مننه وکړه چی دخدای بخښلی بابی د فاتحی په مراسموکی يي کډون کړی وو.