مونږ هميشه ښځې ته
د خپل شهوت له دروازې کتلي
مونږ هميشه ښځه
د نارينه د څو شيبو د خوشالۍ لپاره
يوه اله ګڼلې
مونږ هميشه ښځه
په مقابل کې د ځان
د بې ارزښته مات خاورين لوښې نه ټيټه ګڼو
او داسې نور درواخله
خو مونږ هيڅکله
د انسانيت ددغې نيمې نړۍ
معنوي اړخ ته قايل شوي نه يو
مونږ ښځه تل
دمور خور لور او د ميرمنې په نوم ياده کړې
بس له ادمه تر دې دمه پورې
ددې شعار سيوري ته ژوند تيره وو
هغه رښتونى حق چې ښځې ته اسلام او انسانيت ورکړې
مونږ د غرور ګونډې وهلې پرې
او پټ يې ساتو
ځکه که دا حق ورکړو
نو بيا خو دې نړۍ کې
مونږ بې غيرته او کچه خلک يو
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه