کور / تازه خبرونه / هلمند: پر کرزي راکټي حمله سوې

هلمند: پر کرزي راکټي حمله سوې


د هلمند امنيتي مقاماتو منلې چي نن دغه ولايت ته د افغانستان پر ولسمشر حامد کرزي راکټي حمله سوې ده. د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي له مرجې څخه د ولسمشر کرزي د ليدني پر مهال غونډي ته څرمه يو راکټ ولګېدئ چي چاودلى نه دئ. بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت منلئ خو د مرګ ژوبلي کومه ادعا يې نه ده کړې. حامد کرزى نن د مارجې ولسوالي ته تللى و، چي اونۍ دمخه د طالبانو څخه ونيول سوه. د راپورونو له مخي کرزي له بهرنيو او افغان ځواکونو څخه د مارجې د اوسېدونکو شکايتونه واورېدل او د ستونزو د هواري ژمنه يې ورسره کړې ده.