څه ورځي وړاندي مي په قاهره کې د ملي موزيم څخه کتنه وکړه ، په موزيم کې مې هغه څوک وليد چې فرعون نوميږي ، هغه فرعون چې جبر يې وکړ، ظلم يې وکړ ، سر کشي يې وکړله ، بغاوت ېې وکړ ، کبر يې وکړ ، ګنهکاري يې وکړله ، په خپل ملت کې يې چيغه پورته کړلۀ او وويل («فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى» ) زه ستاسو تر ټولو لوړ رب يم او په اولس کې يې غږ وکړ «مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي» زه ستاسو لپاره تر ځان پرته بل اله نپيژنم . ما د ده بې حرکته او دړی وړی جسد وليد ، چې لده څخه د وروسته راتلونکو خلکودعبرت لپاره الله تعالی ساتلئ دئ ، نو د قهاراو واحد ذات قول مې را په ياد شو «فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً )) او دهغه انسان ستونزي مي په ذهن کې راتاو شوې چې خپل رب هيروي ، او په خپل ځان ظلم کوي ، او له خپلو حدودو څخه تجاوز کوي ، او دخپل فطرت څخه سر غړوي ، د هغه ځانکدن به څرنګه وي او خاتمه به يې څه ډول وي . فرعون مې دخپلو اډوکيو په هيکل وليد ، دفرعون بدرنګه مخ مې وليد ، بربنډ غاښونه مې يې وليدل ، دړی وړی ککرۍ مې يې وليدله ، فرعون مې تنها او له هر څه تجريد شوي وليد ، لده څخه هر راز قدرت تجريد شوی ؤ ، لده څخه ټول نعمتونه اخيست شوی ؤ ، د خلکو په وړاندي د خپل تاريخ او سيرت او جسد سره ننداری ته ايښودل شوئ ؤ، دی مې په يوه ښيښيی صندق کې پرته له دولت او سلطنت ، قوت او هيبت ، محافظين او عسکرو څخه وليد ، چې موسی عليه السلام به ورته ويل : ( (دا دفرعون هغه خيالي انځور دي چې تکړه رسامانو انځور کړي دي ) ووايه : قل لا إله إلا الله، فيقول الخسيس الحقير: أنا الله. كان يقول له موسى: ربي وربك الواحد الأحد جل في علاه، فيقول: «مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي» چي پرته له الله تعالی نه بل اله نشته ، ده به ويل دا حقير او بدبخت ګوره، زه په خپله الله يم . موسی عليه السلام به ورته ويل : زما او ستا رب جل عظمته يو دی ، ده به ويل : زه ستاسو لپاره پرته له ځانه بل اله نه پيژنم . احمق او شوده د ځمکې په يوه برخه پادشاه شو نو مغرور شواو وويل : (( آيا دمصر پادشاهي زما نده او دا رودونه زما تر پښو لاندي نه بهيږي )) نو الله تعالی هماغه رودونه د ده پر سر تير کړل . فرعون مې راپه ياد شو کوم مهال چې ډوبيده او بيا د مړو څنګښو په څير وچي ته و غورځول شو ، آيا ده شوده پدې لوی کون کې فکر ؤ نه کړ ؟ دغو آسمانونواو ځمکې ته ځير نه شو ؟ دا سيارې او ستوري يې نه ليدلي ؟ لمر او سپوږمۍ ته ځير نه شو ؟ آيا پدې ځلانده ستوريو او لوړو غرونو ، مهاجرو رودونواوسرکشه بادونو، کې يې دقدرت کرشمه ونشوي لوستلي ؟ څه پرې شوي و ، ـ مرګ دوي ده لره ـ آيا خپل عقل يې رټلئ ؤ؟ او خپل ضمير يې شړلئ ؤ ؟ خپل تفکير يې تر پښو لاندي کړئ ؤ ؟ ولي يې يوه لحظه له ځانه سره غور ونه کړ تر څو پوه شوی وی چې دی د ربوبيت لپاره مناسب ندي او دی هيڅکله اله نشي کيدي ؟ ځکه چې رب سبحانه وتعالی ژوندئ دي نه مريي ، دايم دي نه فنا کيږي ، غني دی نه بيوزله کيږي ، زورور دي نه کمزورئ کيږي ، نه بيده کيږي ، نه خواړه خوري ، اوهيڅ چا ته اړتيا نلري ، او دې زمانې په تيريدو نه بدليږي ؟
خو فرعون دې نورو انسانانو په څير بيوزله مخلوق دی ، او دې نورو انسانانو په څير مريی ، داسي وږئ کيږي لکه نور ځانوران چې وږي کيږي ، داسي بې خوبه کيږي څرنګه چې پيشو بې خوبه کيږي ، د موږک په څير بيده کيږي ، او طعام خوري او بيت الخلا ته ځي ، که فرعون د دې کون خالق دئ نو دا څرنګه کيدي شي چې دا کون چې په ملينونو کالو د ده له خلقت وړاندې پيدا شوی وي دئ يې خالق وي ؟ او که ده دا آسمانونه پورته کړی وی نو دده هغه قوت چيرته دئ چې دی يې د اوبو له هيجان نه ژغورلي وي ؟ …..څرنګه د دې لويو درواغو مرتکب شو او باور يې پرې وکړ ، هغه دا چې دا کون ده پيدا کړئ او جوړ کړئ دی ، او ده دا کائينات پيدا کړی دي ، او دی د آسمانونو او ځمکې خاوند دي ؟ ـ تباهي دوی ده لره ـ څرنګه يې نړۍ ته خپله ناوړه او سپکه ډرامه وړاندي کړله ، هغه دا چې بايد خلک د ده عبادت وکړي ؟ آيا د هغه انسان عبادت کيدي شي ، هغه چې يوه ټوټه دغوښي دی ، د اډوکيو يو هيکل دی ، وږي کيږي ، زکام يې زورولي شي ، ساړه يې کيږي ، خوب يې غايبولي شي ، د لوږې او تندې اړوند مقاومت نشي کولي ، مرض يې کمزوری کولي شي ؟ څرنګه اله کيدي شي چې دی اول يوه وړه نطفه وي اوبيا په رحم کې يې تکوين وشي ، او بيا دالله تعالی په امر پيدا شي ؟ هغه څوک څرنګه رب کيدي شي چې ژاړي ، بې خوبه کيږي ، غمجن کيږي ، زوريږي ، پرنجيږي ، بيده کيږي ، په قهر کيږي ، حسد ،کينه ،بغض ، نفرت ، دښمني کړي ، بيت الخلا ته ځي ، ………….؟ داانسان يو بې وزله او بې وسه ،ناتوانه ، نازک مخلوق دئ ، او دی د اله په څير پياوړئ ، برلاسئ ، ثروتمند ،قهار ، جبار ، قيوم ، او اذلي ژوندئ ندی ، فعال لما يريد ندئ ، صمد ،لم يلد ولم يولد ندی .
فرعون مې وليد نو په زړه کې مې ناره پورته شوه ، لا إله إلا الله، ، بقا يوازي الله تعالی لره ده ، کبرياء او لويي صرف الله تعالی لره ده ، جبروت او ملکوت الله تعالی لره دي ، د فرعون بدرنګ مخ ته مې وکتل نو زړه مې راته وويل : تباهي د وي تا لره اې رټليه ، بربادي د وي تا لره اې سر کشه ، دالله تعالی لعنت دې وي پر تا باندي اې پليده ، وڅکه خپله کرغيړنه خاتمه ، همداسي عبرت پاتي شه ، هغه عبرت چې ورنه پورته بل عبرت نشته ، په تحقيق سره موږپه زرهاو کلونو له تا نه وروسته راغلو، او پوه شو چې الله تعالی رب العالمين دي ، او هغه لومړئ او آخري الله دی ، خو ته په دې کون کې هيڅ نلری ، او يو ناوړه مخلوق يې په دې وجود کې ، کله چې ستا سيرت او تاريخ لولو نو له تا څخه مو کرکه ديريږي ، او ستا له تګلاری او کړو څخه د الله تعالی نه پناه غواړو ، او ستا دخاتمې په څير له خاتمې نه د الله تعالی نه پناه غواړو ، او هلاکت او تباهي د وي هغه چا لره چې دفرعون په لاره پل ايږدي او د هغه ناوړه تقليد کوي ،او د ده د افعالو په څير افعال کوي .
په شرق الاوسط ورځپاڼه کې د دکتور عائض القرني ليکنه