کور / تازه خبرونه / عراق: پارلماني انتخابات د چاودنو په بدرګه پيل سول

عراق: پارلماني انتخابات د چاودنو په بدرګه پيل سول

نن د مارچ پر اوومه په عراق کي د دغه هيواد پارلماني ټاکني پر داسي مهال پيل سوې چي په ځينو ښارونو کي چاودني هم ترسره سوي دي.
د عراق حکومت وايي انتخابات پر ځايي وخت اووه بجې پيل سول چي د ماځيګر تر پنځو بجو به دوام وکړي.
په عراق د صدام حسين د حکومت تر چپه کېدو وروسته دا دوهمه دوره پارلماني انتخابات دي چي ترسره کېږي.
په بغداد ښار کي د موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګېدلى او بغداد هوايي ډګر ته د الوتکو پروازونو ځنډول سوي دي.
بلي خواته امنيتي مقامات وايي په بغداد او صلاح الدين ولايت کي پر پوليسو وسله والي حملې او چاودني سوي چي درې تنه پکښي مړه او اته زخميان دي.
په عراق کي د القاعدې شبکې مياشت دمخه لا د دې انتخاباتو د ګډوډۍ ګواښ کړى وو.