کور / تازه خبرونه / د اېران ولسمشر افغانستان ته راځي

د اېران ولسمشر افغانستان ته راځي

ټاکل سوې ده د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد سبا د دوشنبې په ورځ له کابل څخه ليدنه وکړي.
د اېران د مهر ټلوېزون د اېراني مقاماتو په حواله ويلي چي احمدي نژاد به له ولسمشر کرزي سره د افغانستان او اېران پر حالاتو وږغېږي.
د راپورونو له مخي پر اقتصادي اړيکو او د نشيي توکو په مخنيو کي پر دوه اړخيزو همکاريو سربېره به د ولسمشر کرزي او احمدي نژاد د سياسي خبرو منځ ټکي د حکومت او طالبانو د سولي په خبرو کي د اېران اندېښنو ته پاملرنه وي.