اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی امریکایی القاعده وال ( ایډم ګیدن ) چی پخوا مسلمان سوﺉ او فعلأ د القاعده تکړه مشر بلل کیږی ، پرون نوې ویډیو خپره کړې او په هغه کی یې په امریکایی پوځ کی پر مسلمانانو ږغ کړی چی د « جګړن ابونیدال حسن » غوندی ( چی ۱۳ پوځیان یې وژلي وو ) د پوځ په دننه کی امریکایان ووژنی .
ده په امریکا کی پر استوګن مسلمانانو هم ږغ کړی چی پر امریکایی او غربی اهدافو حملې وکړي . ایډم ګیدن چی د کلیفورنیا اوسیدونکی او یهود و ، یوه لسیزه مخکی مسلمان سوی ، په « عزیز الامریکی » سره شهرت لری او فعلأ د القاعده مشرانو سره یو ځای پټ اوسیږی .
هغه تل خپل پیغامونه په انګریزی ژبه خپروی او واشنګټن یې سخت په تکلیف کړی دی ، امریکا د ده د نیولو یا وژلو یا اطلاع ورکولو لپاره یو ملیون ډالره انعام ایښی دی .