کور / تازه خبرونه / د امریکا کسر به ۱٬۲ ټریلیونه ډالره نور هم ډیر سی

د امریکا کسر به ۱٬۲ ټریلیونه ډالره نور هم ډیر سی

فرانس پریس آژانس د امریکایی کانګریس په حواله خبر ورکوی چی په راتلونکو لسو کالو کی به اټکل سوﺉ بودجوی کسر تر خپل حد ۱٬۲ ټریلیونه ډالره نور هم زیات سی . د اوباما حکومت پیش بینی کړې وه چی د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰ پوری به د امریکا کسر ۸٬۵۳۲ ټریلیونه ډالره سی خو د کانګریس بودجوی دفتر وایی چی یا ، دغه کسر به ۹٬۷۶۱ ټریلیونو ډالرو ته ورسیږی یعنی د اټکل څخه به ۱٬۲ ټریلیونه ډالره زیات وی . راپور وایی چی د راتلونکي مالی کال لپاره به د سپینی ماڼۍ لخوا پیش بینی سوﺉ کسر نور ۷۵ بلیونه ډالره هم زیات سی .
سپماییز پوهان عقیده لری چی د امریکا روان مالی او اقتصادی بحران لږېدونکی نه بلکی نور هم بحراني کېدونکی دی چی علت یې ناوړه سپماییزه مدیریت او د ملکی خدمتونو حق خوړل په پوځی او امنیتی څانګو دی .