طالبانو خبر ورکړ چی پرون د هرات د « پشت کهنه » په سیمه کی د بهرنیو پوځیانو یو زرهپوش د بارانونو له امله په خټو کی بند سو چی تر زیاتو هلو ځلو وروسته یې د سیمی د خلکو څخه کومک وغوښت . خلک هم د خپلو بیلونو او کلنګانو سره راغلل او کومک یې پیل کړ خو د خلکو له منځه یو پوخ سنه سړﺉ راغی او یو بهرنی عسکر یې په کولنګ سخت وواهه او ځای پر ځای یې ووژﺉ . نوموړﺉ په ګڼه ګوڼه کی وتښتېد او ورک سو . وروسته بهرنیانو څو کسان ونیول .
خبر زیاتوی چی یو کال مخکی د کندهار په میوند کی هم یو ۱۲ کلن هلک ( اختر محمد ) پر یو انګریز پوځي تیل شیندلي او وژلی یې و ، او بیا د همدې ولایت د شاه ولی کوټ په ولسوالي کی یو بل هلک( عبدالکریم ) یو کاناډایی عسکر په تبر وهلی او وژلی و . خبر زیاتوی چی پرونی عسکر ښایی امریکایی وی .