کور / راپور / هاجره: زما هم ارمانونه او هيلې شته ( د مارچ د ۸ مې په وياړ)

هاجره: زما هم ارمانونه او هيلې شته ( د مارچ د ۸ مې په وياړ)

درنولوستونکونن د يوې داسې مېرمنې كيسه ولولئ چې نااميدي ، بې وسي ، غم ، يوازيتوب ،دځاى نشتوالى ، اقتصادي ستونزي اوورته نوري دردناکي ناخوالي يې په پېڅه دي .
دابېوزله بي بي هجيره ده چې دسرسايوان الله داديې پنځه کاله وړاندي له سره پرېوتۍ دى دامهال د وېر،ماتم اوکړيدلي ژونددردناکې شېبې دلوى ويالې په سيمه کې دبل بېوزله په کورکې تېروي .
که څه هم بي بي هجيري په وړکتوب کې هغه مهال چې دپلارپه بډايه کورنۍ کې يې هستوګنه وه خوشحاله ژونددرلود. خودهرافغان په څېريې هغه مهال خوشحالي له مېني کډه کړي کله چې پردې خاوره روسيې وحشيانه اوظاليمانه سره پوځ بې رحمه يرغل وکړ.
پرهمدې وخت هجيره يوازي دومره وه چې توراوسپين رنګ يې سره بيلوالاى سواى خودخپلي کورنۍ اوخلکوکړيدلي ژوند ته په کتوسره يې ماشومانه افکاردخپلوهمزولوسره دلوبواوساتيري پرځاى يوازي اويوازي ددوى پردرناک حالت راچاپيروو.
نوځکه هجيره وايي چې له کله چې په ښه اوبدپوه سوې يم دغم سيلاب په غېږ کې اخستې يم . نوموړي چې يوه لوراوتنکى يتيم ماشوم ورترغاړي دى دژوندله ډېرواسانتياوونه بې برخي ده . په وينايې (( زه وړوکې وم چې خوارقسمت پلارراڅخه واخست .زه اوزماکونډه مورکۍ يې دې غم لړلي دنياته ورپرېښودو. موږ هغه څه چې له بابانه په ميراث راپاته سول دڅه وخت په تېريدوسره مصرف کړل اوتردې کچې راورسيدوچې مورمې هم بدقسمت راڅخه هغې بلي دنياته يووړه . زه په يوازيتوب کې لاس ترزني خپل غريبانه نغري ته کښيناستم الله داد چې يوزړه سوانده غريبکاره ځوان ووزه يې ځانته په نکاح کړم . دڅوکلونولپاره که څه هم ژوند مي ترپخواښه سو اوله خپل خاوند سره مي دژوند شېبې خوږي سوي . خوخبره نه وم چې يوځل بيادغم سيلاب راباندي پرېوځي اوپخپله غمګينه غېږه کې مي له ځانه سره يوې اوبلي خواته وړي ))
بې وسه اوپه ماتم لړلې هجيري چې کله ددرده ډک ژوند خبري اوږدولې نو بې اختياره يې مايوسه ږغ ترخولي راووت ((خدايه زه دي په څه ګناه نيولې يم )) ناببره يې دزړه ويني (اوښکي ) پرمخ راپرېوتې اودسلکيوپه وهلوسره يې په ژړغوني اورېږدولي ږغ سره دزړه په نه غوښتلو دوام ورکړ((مېړه مي مزدورکاره سړى وويوازي يې دومره ګټلې چې زموږبه نس په مړېدۍ . هغه هم لکه چې دخداى ج راباندي پېرزونه ووناروغ سوڅه باندي دوه کاله دناروغۍ پربسترپه داسي حال کې راته پروت ووچې مايې ددرملوپيسې نه درلودې ، ناوسي وه هيڅ مي نه درلودل هغه دې خداى ج وبخښي له خپلودردونوڅخه يې په مياشتومياشتوشکايت کاوه ،ترهغه مهال چې ده هم راڅخه دتل لپاره رخصت واخيست . اوزه يې يوازي پرېښودم .دادى کلونه کلونه کيږي چې زه اودغه دوه يتيمان مې دنېستۍ په غېږه کې کړېدلۍ ژوندکوو. بې سرپرستې اواقتصادي ستونزوتردې کچي راورسولم چې اوس دبل دلاس څخه دخيرغوښتلوپه تمه ناسته يم . زه اوس نه موراوپلاراونه هم هغه خاوندچې دبل له احتياج نه يې ژغورلې وم لرم . يوازي اويوازي دخپلوشتمنووروڼوپه مهربانۍ سره چې مااواولادونوته مي کله کله څه راکړي شپې اوورځي تېروم . نه پوهېږ م چې د اهرڅه لوى څښتن ولي پرماباندي تېروي زه خونورپه هيڅ ډول خپل زړه ته تسلي نه سم ورکولاى غېرله دې چې دخداى تعالاله لوى دربارنه پردې دنيادښه ژونداوپه هغه دنيادجنت فردوس غوښتنه وکړم هيله مندي اوډاډګېرنه هغه مهال ترلاسه کوم چې دخپل دردناک ژوند حالات رايادکړم هوداهرڅه بې څه نه وي لوى خداى ج به يې اجرونه راکړي ))
ناروغې اوصابري هجيرې ددې پوښتني په ځواب کې چې څه هيلي لرې وويل ((زه هم دنوروخلکوپه څېرهوسااوروغ ژوندغواړم چې اولادونه مي هم دژوندله اسانتياووڅخه برخمن سي خوداهرڅه زماپه واک کې نسته .داهيله هم راته نيمګړې ښکارې ځکه فکرکول (خيرټولول ) دځان لپاره لازم نه بولم که دولت اويابډايه خلک راسي زماژوندله نژدې وګوري اودپېرزويني له مخي زمايتيمانوته څه خواړه اوجامې ورکړي نوخداى ج به يې هغوى ته اجرونه ورکړي ))
درنولوستونکوداسلامي ورورولۍ له مخي ددې کورنۍ په څېرکه خپل په ګاونډکې اړاوبېوزلي کورنۍ وينۍ نوخواخوږي ورسره وکړى ترڅوده زهيروزړونوپه خوشحاله کولوسره لوى څښتن تاسو او ستاسو کورنۍ ته خوشحاله ژوندور په برخه کړي.