کور / شعر / غزل

غزل

ګرانې و منه کنه، چې مــرمـــــه نور
درد مه راکوه کنه چــې مـرمـــــه نور

مینه مې یی،وینه مې،ځار دې شم
مه مې ځوروه کنه چې مـرمــــه نور

یاد او غم دې دواړه راته یو خـــوا دي
وۍ کنه، راځه کنه، چې مـرمــه نور

شېخه! تا کړې نورې فلسفې شروع
ختمه کړه کیسه کنه،چې مرمـه نور

ستــړی یمه تږی یمـــه ، تا پسې
ماته کړه توبه کنه ،چې مـــرمــه نور

ګوره بینــوا مې بیـــرته مــه لـېــږه
مــخ مـه پټوه کنه چې مـــرمــه نور