سي ان ان شبکه خبر ورکوی چی پر یو برتانوي پوځي ( جو ګلینټن ) باندی افغانستان ته د نه تګ له امله د نظامی محکمې لخوا نهه میاشتی قید راووت . دغه عسکر چی په ۲۰۰۶ کی په افغانستان کی اووه میاشتی تیري کړي وې ، بېله خبر ورکولو څخه وظیفه پرې یښې وه . جوګلین ټن په افغانستان کی د اوسېدو پر مهال او وروسته د غیرحاضرۍ په وخت کی پر دغه جنګ شدید انتقادونه کول . ده څو واره په هغو مظاهرو کی هم برخه اخیستې چی د دې جنګ پر ضد جوړي سوي وې . دﺉ وایی چی پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال یرغل او د طالبانو سره جنګ د ځواک نامشروع استعمال دی او زیاتوی چی : « د افغانستان وضع او هلته زموږ لاس لرنه د نړۍ د مسلمانانو سره ضدیت لری . زما په فکر دا جنګ د ستونزی یوه برخه ده نه د هغې حل . »
دا لومړی ځل دی چی یو برتانوﺉ عسکر د افغانستان په جنګ کی د ګډون څخه د انکار له امله په نهو میاشتو بند محکومیږی .