اجمل خټګ

اجمل  خټګ 


اجمل  خټك د خپل  عصر  يو عظيم شخصيت ؤ ، داسې يو شخصيت  چې په لكونو كسانو كښې    او په  پيړ يو پيړيو  كښې په نادر ډول  يو يو پيدا كيږي .
اجمل بابا يو بې جوړې سياست دان ؤ ، هغه يو بې جوړې شاعر او اديب ؤ ، هغه يو بې جوړې  فيلسوف ؤ  ، هغه يو بې جوړې ستر انسان ؤ .  
اجمل خټګ   بابا  د  خوشحال خان خټك له خاورې سر راواچت كړ ، په اباسين او تاتره يو بل مشال شو ،  د غيرت يوه چيغه شوه  او په ټوله پښتونخوا يې د خپل علم ،  پوهې ، سياست او  معرفت  رڼا خوره كړه  ، ددې رڼاپه بركت  د علم او معرفت  په زركونه تياره ذهنونه  روښانه شول .    . اجمل بابا  د خلكو په زړونو كښې  له وطن سره د مينې  داحساس  د ژوندي كولو په خاطر رنګارنګ ترانې وويلې ، په  پښتون قام  كښې يې د اتفاق او اتحاد د پاره په زور زور چيغې ووهلې .
هغه د  پښتون قام  بد حال ته  كتل او دا يې ارمان ؤ چې  دا قام په  ځان  كښې  بدلون راولي .
 هغه په خپلو سترګو ليدل چې  د پښتون قام در په در دى ، د پښتون قام د ظلمونو  ښکار دى او  دا قام  له ډول ډول  ستونزو  سره مخامخ دى .
هغه   ليدل چې  په دې جهان كښې    د پښتنو حق خوړل كيږي .
 هغه ليدل چې دپښتنو   په خاوره  اور بل دى  او  جهنم  ترينه  جوړ شوى دى .
هغه ليدل چې    پښتانه په خپل كور كښې او  په خپل وطن كښې درپه در او سرګردانه  ګرځي راګرځي  .
هغه ليدل چې  د پښتون په حق  سترګې پټې  كيږي .
هغه ليدل چې د  پښتون وينه په ناحقه توئيږي .
هغه ليدل چې  پښتانه په بمونو الوزي  او څوك يې په غم كښې نه دي.
هغه پوهيده چې پښتون د طالب په نوم وهل كيږي او وژل كيږي.
هغه پوهيده چې د پښتنو د تعليم مخه نيول كيږي .
هغه پوهيده چې   پښتون  ته په سياسي ، اقتصادي او امنيتي برخو كښې سختې صدمې رسيږي .
 د هغه زړه داغ داغ ؤ ،د  هغه زړه  غمجن ؤ ، د هغه فكر پريشان ؤ .
 هغه د پښتون په بې غورۍ ژړل ،
هغه د پښتون په بې پروايۍ ژړل ،
هغه د پښتون په بې اتفاقۍ ژړل ،
 هغه د پښتون په سرتور سر او بربنډ لغړ   ځان ژړل .
هغه د پښتون په بد نصيبۍ  ژړل .
هغه د پښتون  په لوږه او تږه خپه ؤ .
 هغه د پښتون په  غريبۍ او مفلسۍ خپه ؤ .
نو ځكه يې   پښتنو ته  دا  خواست كولو چې :
اى پښتنو !  را ويښ شي  اول  ځان بدل كړي او بيا د ظلم او زور جهان سره مقابله وكړي .
له پښتنو څخه د هغه هيله  او غوښتنه دا وه چې  ځانته د مينې او محبت يو نظام جوړ كړ ي او په دې نظام كښې د  ورورۍ او عزيزولۍ  ژوند وكړي.
له پښتنو نه د هغه خواهش دا ؤ چې ځانته  د انسان د شرافت  يو كور جوړ كړي او په دې كور كښې  د عمر شپې سبا كړي.
اجمل خټګ د پښتون قام دښه ژوند د پاره ، ددې قام د عزت او وياړ د پاره په زړه كې   مقدسې  او سپيڅلې   هيلې او آرزو كانې درلودې .
 هغه ټول عمر د پښتون قام په غم كښې تير كړ ، د سر ويښتان يې د همدغه بدبخته قام د سرلوړۍ او ترقۍ په غم كښې سپين كړل .
هغه  دعا كوله چې د پښتو ن  تياره ژوند رڼا شي
هغه دعا كوله چې د پښتنو په سينو كښې د كينو او تربګنو زهر  په خوږو بدل شي .
هغه دعا كوله چې د پښتنو   تياره ذهنونه د علم او پوهې په رڼا روښانه شي .
اجمل بابا د پښتون دښمن ښه پيژندلى ؤ او هيڅكله ورته   تسليم نه شو .
نو ورته يې داسې وويل :
مونږ ټول خواږه دښمنان وپيژندل
مونږ زاړه نوي ياران وپيژندل
 ستا پخوانو او اوسنو ته سلام
اى زمانې ستا رنګينو ته سلام
د پښتنو دښمنانو  د اجمل خټك او د پښتنو د نورو مشرانو تر منځ  د بې اعتمادۍ فضا قائمه كړه ، ځيني يې په دولت خوشحاله كړل او ځيني يې په منصب خوشحاله كړل . د پښتنو هغه تحريك چې پاچاخان پيل كړی ؤ ، هغه تحريك  بې خونده   كړاى شو .
كله چې د پښتنو يو ستر سياسي ، ادبي ، فرهنګي ، علمي يا ملي شخصيت له دې دنيا نه رخصت واخلي نو بيا زما په شان ډير ليكوالان قلم په لاس كښې واخلي او  خپل تأثرات وليكي . كاش چې مونږ دا كار  هغه وخت وكړو كله چې دغه شخصيت ژوندی وي.
خوشحال بابا وايي :
 د خوشحال قدر كه اوس په هيچا نشته
پس له مرکه به يې ياد كا ډير عالم


اجمل خټك چې ژوندى ؤ نو چا يې پوښتنه نه كوله خو اوس چې دغه نابغه شخصيت  له مونږ نه بيل شو نو مونږ ټول يې يادوو.
كه اجمل  خټك د كومې بلې ژبې شاعر وې ، كه اجمل خټګ په كوم بل قوم پورې تړلى وې نو  نن به په هر كور كښې   وير او ماتم وې ، نن په د هغه هيواد چارواكو  لږ تر لږه يوه ورځ رخصتي اعلان كړې وې او د هغه د تدفين  مراسم به په دولتي سطح  تر سره شوې وې .
د اجمل خټك د پايې سياستمدار ، شاعر او اديب  چيرته په پيړيو كښې هم نه پيدا كيږي.
خو څه وكړ  پښتانه  د خپلو  مشرانو قدر نه كوي ، فخر افغان پاچا خان ويلي دي چې :
( په پښتنو كښې بغض او كينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى .  اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې . .


  نن مونږ پښتانه له هر څه نه زيات د پاچاخان د عدم تشدد فلسفې ته ضرورت لرو . نن د پښتنو په سيمو كښې انفجارات كيږي ، روزانه په سل هاو بيګناه پښتانه وژل كيږ ي . يو ويشتم قرن دى ، دنيا چيرته رسيدلى او د پښتنو د تعليم مخه نيول كيږي ، ښوونځي او پوهنتونونه يې ورانيږي  او تړل كيږي.
د پښتنو  اولادونو ته  په مدرسو كښې  د ترهګرۍ او ځان وژنې درسونه وركول كيږي ، د پښتنو اولادونه د يو ويشتم قرن د تعليم څخه بې برخې پاتې كيږي ، د پښتنو اولادونه د علم او نوې تكنولوجۍ له  فيض څخه بې برخې پاتې كيږي .
دا ولې  ؟
هو !
دا ددې  د پاره چې پښتانه د پاچاخان  په فلسفې عمل نه دى كړی .
دا ددې د پاره چه پښتون  د خپل دشمن  په لمسه د خپل قام د ترقۍ  په وړاندې  ديوالونه  درولي دي .
دا ددې د پاره چې په پښتنو كښې د بغض او كينې  د سرطاني مرض علاج نه دى شوى.
دا ددې د پاره چې يو پښتون د بل پښتون خير نه غواړي.
دا ددې د پاره چې د پښتنو فكري بنياد كمزورى دى.
دا ددې د پاره چې پښتانه   ولس ته د پاچا خان   د ورورۍ او عزيزولۍ پيغام په امانت دارۍ سره  نه دى رسولى.
دا ددې د پاره چې  يو پښتون بل پښتون وژني او په سر يې پيسې اخلي . 
دا ددې د پاره چې په پښتنو كښې د اتحاد او اتفاق تارونه مضبوط نه دي.


او س  پښتنو څه كول پكار دي  او څه بايد وشي . ددې د پاره چې پښتانه  له اوسني بد حالت څخه  ووځي  او ددوي په سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، امنيتي ،  اجتماعي ژوند كښې ښه والې او بهبود راشي نو
دا لاندني څو  وړانديزونه  ورته مناسب ګڼم .
1-  د پا چا خان د سياسي تحريك فعاله كول .
پرته له يو سياسي تحريك نه پښتانه هيڅ هم نه شي تر لاسه كولاى. ددې  كار د پاره بايد  د پا چاخان د فكر ملګري ميدان ته راووځي ، په ښارونو وګرځي ، كليو ته لاړ شي ، د خلكو د كورونو دروازې وټكوي او بيده خلك راويښ كړي . پا چا خان په خپلو پښو ميټر لكولى ؤ او روزانه  به  يې په كيلو مترو مزلونه كول او په هر ځاى كښې به يې  خلكو ته ځان رساوه او هغوي به يې  رابيدارول. دا يواځنۍ لارده چې  په ګټونو كښې پراته پښتانه راويښ كړاى شي. 
ملنګ  جان وايي :
راځی پښتنو وروڼو د پاك زړه په صداقت
ملا وتړۍ په ټينګه رابهر شئ په ميدان


2- د پا چاخان د مبارزو   تعقيبول :
كومه مبارزه چې پا چا خان   د پښتون قام د حقوقو د تر لاسه كولو د پاره كړې ده ، هغسې مبارزه پكار ده.
څرنګه چې پاچاخان په قام غمژن ؤ ، هغسې بايد مونږ غمژن ووسو . 


3- د پا چاخان د فلسفې   ژوندي كول  او په هغې عمل كول.


د پاچاخان په فلسفه كښې دومره قوت پروت دى چې كه هغه راژوندې شي او عمل پرې وشي نو د پښتنو ژوند به بدل شي. د فكر او علم خاوندان پښتانه ، د علم او پوهې لرونكي پښتانه ، په سياست او رموز پوه پښتانه بايد كوشش وكړي چې د پښتنو  هر  زلمي ته، هرې پيغلې ته  او  هر ماشوم ته ځان ورسوي او ورته ووايي چې پا چا خان څوك ؤ او څه ؤ.  د پيغلو خبره مې ځكه ياده كړه چې پا چا خان د نجونو د تعليم طرفدار ؤ ، هغه به ويل :
( زما خيال ورځ په ورځ د جينكو تعليم او تربيت  طرف ته زياتيږي . ولې چې زه دا خبره د خپل  قام د پاره خطرناكه ګڼم چې هلكانو ته خو دى تعليم وركړ شي او جينكۍ دې د علم نه محرومې كړی شي . ددې نتيجه به دا وي چې زمونږ هلكان به اول خو د جاهلانو له ښځو  سره ودونه نه كوي او كه چيرې وهم كړي نو اكثر به يې كور سمون نه خوري او هميشه به پكښې كشمكش وي چې ددې نه زمونږ قام او ملك ته د لوى نقصان د رسيدو انديښنه ده.)
4-  په پښتنو كښې د اتفاق او ورورۍ د سستو مزو ټينګول .


د اتفاق او ورورۍ د مزو ټينګول په ښه فكر او ښه تعليم سره كيداى شي . هر څومره چې په يو قوم كښې د تعليم سطح لوړه شي په هغه اندازه د خلكو فكر مثبت لورته وده كوي او له دې سره د اتفاق او ورورۍ سست مزي ټينګږي . له بلې خوا  د ولس په اقتصادي وضع كښې ښه والى هم د خلكو د ژوندانه په فضا  كښې  د نفرت او كينې  دوړې لر كوي .


5- . تعليم  ته مخه كول .
اساسي خبره د تعليم ده.  او دا موضوع هغه موضوع ده چې پاچا خان ورباندې تاكيد كړی دى.  زياتره پښتانه سياستمداران د تعليم خاوندان نه دي ، همدا وجه ده چې پښتانه په سياست كښې ناكام دي . په جنګ جګړه كښې استاذان دي خو چې جكړه وكټي نو څوك  يې په قدرت كښې نه شريكوي. په يوه بهانه او بله بهانه يې  تير  باسي او د خير په غونډۍ يې كينوي. پاچاخان ددې دپاره چې پښتانه تعليم يافته شي نو د ښونځيو د جوړولو د پاره يې ملا وتړله ، هغه خپل وس  وكړ ، دشمن  ډير ځيرك او چالاك ؤ ، هغه دشمن اوس لا نور چالاك شوى دى . اوس   هغه دشمن   هوايي بريدونه كوي او ښوونځي له مينځه وړي . پخوا به يې دا كار د پوليټكل اجنټانو او جاسوسانو په ذريعه كولو خو اوس يې  په بل شان كوي.
6- په پښتو ژبه  ليك او لوست ته توجه كول
په پښتنو كښې د ليك لوست موضوع ډيره مهمه ده. زه فكر نه كوم چه په كوزه پښتونخوا كښې  20 % پښتانه په پښتو ليك او لوست وكولاى شي . دا ځكه چې هلته تعليم په پښتو نه ؤ او تر اوسه پورې  په پښتو ژبه تعليم ته توجه نه كيږي. په  افغانستا ن كښې هم زياتره پښتانه د  پښتو په ليكلو كښې مشكل لري. . پاچاخان  دې مشكل ته متوجه ؤ نو ځكه يې  پښتانه دې ته هڅول تر څو ليك او لوست ته توجه وكړي. 
7-  په پښتنو كښې د پاچاخان  د فكر  او نظر د پلوشو خپرول .
په قام كښې د پا چا خان د فكر او نظر د پلوشو خپرول يوه اساسي تقاضا ده.   اوسنى نسل  د پاچا خان له فكر او نظر څخه لرې ساتل شوى دى . ددې كار د پاره لازمه ده چې  د هر پښتون په كور كښې د پاچاخان د فكر او نظر  رڼا خپره شي ترڅو  ماشومان  او لويان ددغې رڼا نه ګټه واخلي او  خپل تياره ذهن  روښانه كړي.
8-  د پاچاخان په نوم د پوهنتونونو او علمي تحقيقاتي مركزونو او  ښونځيو  جوړول .
 البته دا كار  د ولسونو په غوښتنه او  د حكومتونو په  همكارۍ او توجه عملي كيداى شي.  پښتانه سياستمداران چې په حكومتو نو كښې لوړ سياسي وظيفې لري ، دا ددوي دنده ده چې ددې كار د عملي كولو د پاره خپل مسؤليت رفع كړي.
9-   د اختلاف مخه نيول .
پا چا خان وايي :
( چې په ډلو كښې اختلاف پيدا شي ، كه ډير ښه كار  او د كار خلك وي  هم بې كاره شي ، د هغوي ذهني طاقت د يو بل په غورځولو كښې صرف شي . په خدمت كښې اختلاف نه راځي ، اختلاف له خود غرضۍ نه پيدا كيږي
10-  د پښتنو ورورلي :
پښتون هيچيرې  كوم  بهرني قوت  وهلى نه دى ، بلكې تل ورته خپل ورور تربور شوى دى .  
ارماني د پښتنو د آبادۍ ؤ
آرزومند د خپل وطن د آزادۍ ؤ
يو تحريك ؤ يو درياب ؤ په چپو كښې
يو داعي د پښتنو د ورورولۍ ؤ
په پښتنو كښې كه د ورورولۍ احساس ژوندى نه شي نو  د پاچا خان  د ارمان  غوټۍ به  هيڅكله ګل نه شي.   
د پاچا خان په  باره كښې  خبرې  پاى نه لري ، كه زه هر څومره كينم او دې ليكلو ته دوام وركړم ، ستړې به شم ، سترګې به مې  خوبولې شي ، سر به راباندې وګرځي ، ماغزه به مې ستړي شي ، د لا س كتې به مې  سستې سستې  شي خو  د پاچا خان  د فلسفې ټول اړخونه به ونه څيړل شي ، د ددې كار د پاره ډير وخت  ته ضروت دى ، ډير كار ته ضرورت دى ، ډيرو تحقيقاتو ته ضرورت دى . زه به خپلو خبرو ته  د ولي خان له دې خبرو سره  خاتمه وركړم .
( پيرنګيانو په خپلو كتابونو كښې د پښتون د وهلو د پاره دوه وسلې ښودلې دي . يوه دا چې پښتانه درنه يو ځاى نه شي او دويمه دا چې پښتانه من حيث القوم مسلمانان دي ځكه نو د مذهب او اسلام په نوم يې ووهئ .)


او مونږ نن وينو چې پښتانه د اسلام په نوم وهل كيږي او ټكول كيږل .
مونږ  له  هر چا نه غواړ و  چې له پښتنو سره د دوستۍ له لارې مخكښې راشي . له پښتنو سره  دوستي د هر چا په ګټه ده . هغه څه چې له پښتنو نه د دوستۍ له لارې لاس ته راتلى شي هغه د دشمنۍ له لارې لاس ته نه شي راتلاى. كه  هر څوك له پښتون سره له زور نه كار اخلي  نو په مقابل كښې هغومره  د پښتنو مقاومت او حساسيت  زياتيږي. پښتانه صبور دي ، له ډير صبر نه كار اخلي .  خداى پاك د صابرينو سره ملګرى دى.
إن الله مع الصابرين .


 و من الله التوفيق