د پاكستان دولت اعلان کړی دی چي پرپخوانۍ وزير اعظم بې نظير بوټو باندې د پينډۍ په لياقت باغ كښې ځانمرګى سبريد تر سره كوونكي كس نوم وپيژندل شو د راپورونو ترمخه په 19 جنوري باندې د ډېره اسماعيل خان څخه نيول شوي ملزم اعتزاز شاه پلټوونكو ته وويل چې پر بې نظير بوټو باندې ځانمرګۍ بريد تر سره كوونكي كس نوم محمد بلال وو او د بريد ګر د جنوبي وزيرستان اوسيدونكي وو پلټونكي ډلې ددغې خبرې دسپيناوي دپاره په جنوبيوزيرستان كښې هڅې پيل كړيدي خو د خرابو حالاتو له امله تر اوسه څه خاص پرمختګ ندی شوي.