دافغانستان په هره برخه کي دسياسي اوغيري سياسي چاروکارپوهان په غونډواومجلسونوکي اودرسنيوله لاري په افغانستان اوهلمندکي دمافياپه ډلوانديښمن کړي دي .
ليکوالانواودچاروکارپوهانوهم تر ډيره حده په سياسي ډګرکي خپل دقلم نيلي ځغلولي دي چي ترکومه حده ورته مسولينوځواب ويلي هغه نه ده معلومه .
خورابه سواصلي خبري ته چي هلمندولي ناارام ولايت دی اوولي ورته دمافيامرکزوايي .
داترلمرسپينه خبره ده اوهرچاته معلومه ده اوداتاريخ ښولي چي دتاريخ په اوږدوکي چي جنګ په وخت کي دهرلوري ګټي له ماتي سره مخ کيدي اوپه جنګ کي يي ماته خوړه نو دمقابل لوري دبدنامي اودنفرت تبلغات به يي کوله
اوس دتاريخ دغه مثال په هلمندکي موږورکولاي سوو.
دهلمندولايت دزراعت لپاره ښي برابري ځمکي لري اوښي پريماني اوبه لري لنډه داچي له هرڅه نه يوغني ولايت دي .
نوځکه په دي ولايت کي دافغانستان هرقوم اوملت خپلي تاريخي زيرمي لري .
داچي په نوروولايتونوکي کي داوسيدونکولپاره دومره زمينه نه ده مساعده نوپه لحاظاپه دي ولايت کي دهرقوم اوملت خلک سته نودامعلومه خبره ده چي په هره سيمه کي دخلکوشتون زيات سي نوحتمي ده چي ځيني خلک له لوږي اوفکرسره مخ کيږي له همدي امله په سيمه کي خلکودکوکنارودبوټي کرته مخه کړی او دهلمندولايت دبدنامي اوناارامي يولوي لامل په دي ولايت کي دکوکناروپريمانه کرکيله ده په هره سيمه اوځاي کي چي به هکله قاچبران نيول کيدل نود دهلمندنوم به حتمي ورسره ياديدي چي لوي لامل يوداوه
يوه بله ډيره مهمه خبره خوداده چي چي کوکناروخوپه دي ولايت کي وکرل سول نوطالبان له کومه سول زه په دي اړه نورڅه نه وايم او داهرچاته ډيره ښه معلومه ده چي حقيقت په څه کي دي .
داچي اوس په دي ولايت کي کي دناټوپه زرګونه سرتيري له افغان ځواکونوسره يوځاي په دي ولايت کي جنګيږي اوهره ورځ له دواړولوروته مرګ ژوبله اوړي مطلب په څه کي دی؟ کيداي سي داهم خلکوښه معلومه وي چي څوک څه کوي .
هلمنددافغانستان په جنوبي ولايتونوکي پراخوالي له نظره يوپراخ ولايت دي اولکه مخکي چي مي وويل له هره څه نه يوغني ولايت دي نوځکه ورته دواړه لوري هڅي کوي چي په ولايت کي خپلي هميشني هډي وساتي .
درنودوستانوداډيره ښه روښانه خبره ده چي بيګانه څوک ستاپه کورکي بي څه خپل سرنه ورکوي .داکه دايساف وي اوکه بهرنيوطالبانو داچي دنړي دټوروريزم جنګ اوس په افغانستان کي روان دي زموږخلک يي يواځي ننداره کوي .
په دي باندي موږ خوشحاله يوچي وطن موله القاعده اوبهرنيوطالبانوڅخه پآک سي خوپه دي باندي خفه يوچي هسي نه چي بهرنيان په دي کي يوچل ولري لکه روسان اوپخواني انګريزان چي دي هيوادته راغلي وه .