کور / تازه خبرونه / خوست چارواكي: په نښته كي 10 طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست چارواكي: په نښته كي 10 طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست امنيتي چارواكي وايي چي نن يې په يوه وسلواله نښته كي د وسلوالو طالبانو 4 كسان وژلي او 6 نور يې ژوبل كړي دي.

په خوست ولايت كي د ملي اردو د لويو لارو د كنډك قومندان ډګروال محمد حسين يعقوبي وايي، دغه وسلواله نښته هغه وخت وشوه، چي وسلوالو طالبانو د سړك جوړوني د يوې شخصي كمپنۍ پر امنيتي كسانو حمله وكړه.

ښاغلى يعقوبي وايي چي ملي اردو او د كمپنۍ كسانو ته ځاني زيان نه دى اوښتى.

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي يو ملګرى يې ژوبل شوى او ادعا يې كړې چي د ملي اردو او سړك جوړوني كمپنۍ 6 كسان يې وژلي.

خو چارواكو دا ادعا رد كړې ده.