کور / شعر / هلمند مې ژاړي

هلمند مې ژاړي

قلمه ووايه چې څه ولېکم ډېر دي ترخه څنګه خواږه وليکم

په خوله مې مينه محبت نه راځي د ګران وطن په هکله څه ولېکم

دجنګ لمبو کې چې لوی شوي يوو مونږ دغم څپېړو چې وهلي يوو مونږ

ډېرپه فرېاد په چغو شوي يوو مونږ دعزيزانو نه بېل شوي يوو مونږ

نه راځي خولې ته مې دمينې کيسې ښکلې نېازبينې اوشېرينې کيسې

ديتيمانو اوسيلي وليکم او که دکونډو تورټيکري وليکم

زه هم ژړېږم چې وطن مې ژاړي کا بل مې ژاړي هم هلمند مې ژاړي

دشين کونړ دغرو لمنې سپېرې سپينه جامه کې نارنج ګل مې ژ اړي
په قندهارکې هم ژړاخپره ده دپنجوايي بچي مسکين مې ژاړي

چې دا لغمان بلبل بلبل وطن دی دادهنراوهنرمند وطن دی

اوس سړې شوي د هر تن سندرې دزخمي زړه سوي ګوګل سندرې

په دې ماتم کې به زه څه وليکم ډېر دي ترخه څنګه خواږه وليکم

پښتونزۍ سوال کړي چې وطن مې جوړ شي زړګی مې جوړشي او ټول تن مې جوړ شي

چې بيا نو وليکم د مينې کيسې نږه خوږ ې او ګلورينې کيسې

چې دجنګ تور مخ مې غزل کې نه وي هم مې بارود د زلفو ول کې نه وي

چې د وطن مورکۍ خندا ياده کړي واوېلا پرېږدي اومسکا ياده کړي

څېرې ګرېوان به د یتيم راټول شي دا تور ټکری به له وطنه ټول شي

زما قلم به هم ژړا پرېږدي بيا ټول به ليکل دغم غوغا پرېږدي بيا

په خوشحا لۍ به ترۍ پوښتنه وکړم اوس خو سپرلی شووايه څنګه وکړم

قلمه و وايه چې څه وليکم ترخه شول ورک شکورخواږه به ليکم