هره ورځ چي وړي را نه د سر سړی
تور بادونه اولوزي پر هر سړي
ميندو توبه وايستل زوی نه راوړي
ورخ تر بلي ويني چي بدتر سړي
يو خوا ته غوغا ده انتحار کيږي
بل خوا زيړ ويښتيان او بې ثمر سړي
لوټي لوټي کور مي چاته وژاړم
وړي رانه جانان او زما دلبر سړي
څومره چي د خپل درده کوکاري کړم
نه اوري نارې د سم او غر سړي
اوس به ننواتي چاته ورشمه
وخوړه سپيرو خاورو د لمر سړي
څومره مو لا پټي رڼی سترګي دي
خپلو کي چي وژنو در پر در سړي
وينمه مکار دښمن څه لوبی کړي
ور يې لاس تړلي کړه د سر سړي
ګورم چي مي لوی لا لا خوب وړی دی
رابه شي نوبت هم د رهبر سړي
نه په انتحار نه په بمبار د وشوه
اوس راله پکار دي د هنر سړي
دا د بابوزي نارې سورې ګوره
نه اورې دا چغي لر اوبر سړي