ساقي راکه جام چې زړه آرام کړم
بیا به سر زه د ښکلو په دربار کړم
وخت دغه دی موله مه کړه راسه
زه خمار یمه لېمه به ستا پر لار کړم
ساقې راسه اشنا ئي راسره وکړه
چې بې واره په هر وار کي ځان بيمار کړم
دا کارونه مي په پټه له زاهده
بیا له خدایه پټه نسته دا اقرار کړم
ساقي ته مي ویلی دغه راز دی
زه مجبوریم که انکار کړم که اقرار کړم
که رسوا یم د عالم نو څه به وکړم
دانصیب راته راکړی ځکه ئي اظهار کړم
په ویلو مي د چا څه پروانسته
لکه لڅ یم د اوبو نه به څه ډار کړم