کور / شعر / غزل

غزل

مادرته وويل چي مينه مکړه
اوس به ګيلې د مينتوبه نکړې

څومره په چل مه درنه شنډې ښکل کړې
ته مې راويښه هم دخوبه نکړې

د ديدن شپه ؤه تا ته خوب درغلو
بيا به دعوې دپيغلتوبه نکړې

دا سودايي خو زه د ستامينې کړم
اوس به غيبت دليونتوبه نکړې

فريد وم بس چې مې پښتو پريښوده
چې مې اوزګار د سړيتوبه نکړې