کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملي مشارکت ،که ایتلافي حکومت!!

ملي مشارکت ،که ایتلافي حکومت!!

له څه مودې راهېسې په کور دننه او بهر د راتلونکي حکومت د جوړیدو په اړه تودو بحثونو
 هغه دچا خبره اور اخیستی د رسنیو له لارې هم وخت نا وخت داحتمالي کابینې لیستونه خپریږي
, په دې سره دهېوادوالو په ځانګړي توګه دلوی قوم اندېښنې ورځ تربلې ډېریږي  ،چې خدای مه کړه داسې ګوندونه او اشخاص پکې ځای نه شي ، چې له لاسه یې نږدې درې لسېزې هېواد اوهېوادوال په یوه داسې ناوړه اوبوږنوونکي بحران کې لوېدلي ، چې نن دیوې روغې او سوله ایزې ورځې دتېرېدو په ارمان هم دي.
که د دې خلکو پورتنیواندېښنو ته لږ غوندې هم دحقیقت په سترګه وګورو اویا یې د زړونو په غوږونو واورو ، نو هېڅ ډول ملامتیا پرې نه شو اچولی ځکه همدغه یوشمېر ګوندونه یا تنظیمونه وو،چې نه یوازې په تېرو لسېزو کې د افغانستان څخه  ساتونکی  لوی قوم، سوله اېز ژوند ته پرې نه ښود، بلکې د نړیوالو پرمټ دجوړشوي حکومت په لړکې هم ،چې شا وخوا آته کاله تېرشول ، روغې او ارامې ورځې ته نه دی پريښی کله د القاعده او طالب په نامه او کله هم دملحد اوکمونېست هغه دشاعر خبره ده
کابلی یار راسره مینه نه کړي
وایې پښتون دی القاعده دی جانان

څه وو چې، دلوی قوم سره یادو خلکو ونه کړل ؟ اویا یې نه کوي .
په هېواد کې ،چې ددویم ځل لپاره ټولټاکنې ترسره کېدې ،نودهېواد ولسمشر حامد کرزي دپورتنیو یادو تنظیمونو اوګوندونوسره په ټولټاکنوکې دده دملاتړ په موخه خبرې اترې پیل کړې  . دباوري سرچینو له قوله ولسمشر دوی ته په حکومت کې د لویو امتیازونو په ورکولو سره ژمن شو.
دا خبره په خپله ښاغلي کرزي هم هېوادوالو ته په زغرده وکړله ،چې زه غواړم په هېواد کې ملي مشارکت رامنځ ته کړم
زما په فکر،که چېرې دلته دملي مشارکت او ایتلافي حکومت ترمنځ توپیرلږڅرګند کړو،نوښکاره به شي چې، ښاغلی کرزی صیب دکوم ډول حکومت دجوړېدوپه هڅه کې دی .


ملي مشارکت:
هغه یوځای کېدوته وایې ،چې دهېواد په کچه بېلابېل قومونه اوملي شخصیتونه سره راټول اوپرته له کومو ژمنه شویو امتیازونو په ګډه د هېواد اوهېواد والو دپاره کار وکړي


اېتلافي حکومت:
 : هغه ګډ اومختلط حکومت ته وایې ،چې په هېواد کې بېلابېل سیاسي تنظیمونه اوډلې ټپلې په حکومت کې یوازې دواک دوېش په موخه سره یوځای شي.
نو د کرزي صيب له پخوانیو منډوترړو او روانوخبرو معلومیږي چې، دده راتلونکی حکومت به یو ایتلافي نظام وي، نه ملي مشارکت .
غواړم ددې لېکنې له مخې په ولسمشر اودده په کاري ډله دیوه ځوان افغان په صفت احتراماٌ غږوکړم .


 ښاغلی کرزی صیب
دنورو افغان ځوانانو په څېر ډېره خوښي احساسوم چې، په یوه نامعلوم لوري کې دبریا لوري ته ووتو.
دخدای په قانون (شریعت)
کې هم روا چلونه حق بلل شوي دي
 دې ټکي ته په پام سره دګوندونو اوډلو ټپلو سره کړې ،سیاسي ژمنې بېرته واخله
په دغه نېک ،با احساسه اوځورېدلي لوی قوم تکیه وکړه خو وړاندیز مې دادی چې،  .
اوس مهال یې تاسو اوستاسو سیاسي سیالانو ته دصداقت ،رېښتینولۍ اوقوت پته هم لګېدلې ده
نړیوال ددې شاهد دي ،کله چې دغه خړپړ اوغیور ولس ستاسو ترشا ودرېد ،په ډله اېزه توګه یې تاسو ته درایو
درکولو پرېکړه وکړه .


نوښاغليه !
ددویم پړاو ټاکنوڅخه داسې وځغاستل ،هغه دچا
خبره د پښو ګرد یې هم پاتې نه شو
اوس که چېرې تاسو په ولس تکیه وکړه
بې له شکه ولس به پرتاسو باور ټینګ کړي
 په دې صورت کې به ددولت او ولس ترمنځ اوسنی واټن یا لرېوالی له منځه لاړشي
اوځای به یې ښه همکاري اومرسته ونیسي
په دې هرڅوک پوهېږي ، چې کله هم ددولت او ولس ترمنځ ښه همغږي
مرسته اوهمکاري وي
نو همهغه مملکت کې به د اندېښنې وړ موضوعات چېرې هم ځای ونه نیسي
خدای مه کړه،که
د یو شمېر کورنیو اوبهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې راغلې ، نوموړي تنظیمونه اوهمدارنګه پخوانی مشهورې جنګي څېرې په نوي حکومت کې شریکې کړې ، نو محترم کرزی صیب
بیا به لکه هغه د(…….)
غوندې لاسونه مروړو
وخت به تېر وي ، هېڅ به په لاس نه راځي
.په همدې هیله ،چې ملي مشارکت پر اېتلافي حکومت بدل نه کړو
په واقیعت کې داسې ملي او پاک حکومت رامنځ ته شي ،چې نه یوازې دافغانانو دسر لوړﺉ
   ارامۍ ، سولې او پرمختګ
سبب شي ، بلکې دسیمې هېوادونو او په ټوله کې ، دنړیوالو دخندا او پېغور نه شو.
بیا هم دا ارمان هله پوره کېدای شي ، چې اوسنی منتخب ولسمشر ښاغلی حامد کرزی لکه مخکې مې چې ووېل، د یوځای شویو جنګي جنایتکارو تنظیمونو اوډلو ټپلو پرځای په ولس او په ځانګړي توګه دهېواد په لوی قوم تر ډېره بریده تکیه وکړي .
په همدې هیله
۲۰۰۹/۱۱/۱۴
کابل افغانستان