په هغه اعلامیه کی چی طالبانو رسنیو ته لیږلې ، پر خبری رسنیو د کابل نشراتی انحصار په کلکه غندل سوی دی . اعلامیه وایی چی خبریالانو ته د حملو پر مهال د ژوندیو صحنو پر راپور بندیز د طالبانو لخوا د بیان د آزادۍ د پېژندل سوو سالمو اصولو خلاف عمل ګڼل کیږی . اعلامیه زیاتوی چی دا کار د کابل پر هغو ناکامیو او فضیحتونو پرده اچول دي چی د هېواد په ګوټ ګوټ کی یې د طالبانو له لاسه تحمل کوی . دا عمل یې د خودارادیت ، استقلال او د بیان د آزادۍ د معقولو معیارونو او مقرراتو پر ضد د ټولو ملی او بین المللی قوانینو پر خلاف دی او هغه د دوی د امریکایی بادارانو د هغو بشری ضد کړنو څخه منشأ اخلی چی د نړۍ په ګوټ ګوټ کی یې د خپل دیکتاتوریت او نورو ولسونو د ځپلو لپاره کوی .
اعلامیه په پای کی وایی چی طالبان د خبری رسنیو د ټولو فعالو ژورنالیسټانو د هغو شجاعانه هلوځلو سخت درناوی او تقدیر کوی چی د افغانی قضیې په واقعی انعکاس کی یې د دغسی ګواښونو او کړاوونو سره سره عملی کوی او طالبان یو ځل بیا ټولو خپلواکو رسنیو ته بلنه ورکوی چی د خپل صحافتی رسالت په منظور دې د طالبانو لخوا یرغلګرو ته اړول سوي تلفات او د یرغلګرو لخوا عامه شتمنیو ته د رسېدلو ضایعاتو جاج واخلی او هغه دې د نړیوال قضاوت لپاره خپاره کړی .