کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / طالب چارواکي دې نه لولي!

طالب چارواکي دې نه لولي!


په ۲۰۱۰/۲/۲۴ دطالبانواړوند الاماره ویب پاڼې  دکندهارداطلاعاتو کلتوردرییس عبدالمجید بابي دوژلوخبرخپور اودهغه  ترڅنګ یې دنوروداشانې ریسانودوژلوګواښ هم وکړ.


د ارواښاد عبدالمجيد بابي انځوريز البم - عکسونه : خليل الله سروري - کندهار


ماته ددغه خبرله لوستلوسره  دعبدالمجیدبابي هغه  له  خواخوږۍ نه ډکې خبرې رایادې شوې چې نوموړې  په ۲۰۰۲کال په لویې اضطراري جرګې کې دطالبانوپه ملاتړکولې  اوددغې جرګې مشراسمعیل قاسمیار دمایک غږورباندې بندکړ.


عبدالمجیدبابی دهیواد دنوروولایتونودیوه منتخب غړي په توګه دکندهارولایت په استازیتوب په دغه جرګه کې ګډون کړی وه.


دجرګې په دریمه ورځ له ماسپښین نه وروسته  دهرولایت استازي  ته څودقیقې وخت ورکیدوترڅوپه  لنډه توګه دخپل ولایت  عمده مشکلات  اوغوښتنې دلویې جرګې اداري هیأت ته وړاندې  اودحل په اړه یې دهغوﺉ مرسته  وغواړي.
عبدالمجیدبابي ته په نوبت رسیدوسره نوموړي دخپل ولایت د اساسي  ستونزواوغوښتنوپه جمله کې په شبرغان کې دزرګونوطالب بندیانو بي پوښتنې اسارت  هم یادکړ اوپه ډیره جدي توګه یې دهغو دژرخوشي کولوغوښتنه وکړه.


نوموړي مخکې ترمخکې په نوموړې موضوع ښه درازه لیکنه ترتیب کړې  اوپه هغه کې یې ددوستم دځواکونوله خواپه سوځنده کانتینرونوکې دتسلیم شویوطالبانوزړه بوږنوونکی حالت په تفصیل سره څیړلی وه تردي چې په لوستلو یې ترهغه خپل ټاکلي وخت  زیات وخت تیرشو،اوله دې سره دلویې جرګې په خیمه کې ددوستم  اوشمالي ټلوالې دنوروغړیولخواورباندې د(بس کودیګه  بس کو) نارې راپورته سوې.


عبدالمجیدبابي دجرګې له مشرقاسمیارنه  په هیله مندي سره  دبندي طالبانوپه اړه دخپلې لیکنې دپوره کولوغوښتنه کوله خوهغه هم دخپل پښتني اوطالبي ضداحساس له مخې دنوروخت اجازه ورنکړه اودمایک غږیې ورباندې  قطع کړ.
عبدالمجیدبابی په داسې حال کې چې دبندي طالبانوپه اړه یې ترتیب کړل شوی غوښتنلیک ناتمامه پاتې سو دهغوپه ویرجن حالت اوخپلې بیوسۍ یې پښتنې اوښکې ترسترګورپ رپ راتوییدلې اوله لوډسپیکرنه دخپلې چوکې په لورراروان  شو.


عبدالمجیدبابی ډیرخواخوږی اوزړه سواندشخصیت وه .
نوموړي په داسې وخت کې دطالب بندیانو دخوشي کیدواوله هغوﺉ سره دخواخوږۍ خبره دلویې جرګې په خیمه کې مطرح کوله چې دلویې جرګې دبرابرونکوله لوري دهغوﺉ  په سر  میلینونوډالر ه جایزې ټاکل کیدلې.
داهغه مهال وه چې له طالب سره خواخوږي  اوله هغه نه ملاتړله خپل سرسره دلوبوکولو په ماناوه ،خوعبدالمجیدبابي دخپل وطني اوملي احساس له مخې ددغوخطرونوپروانه درلوده اوپه هرځای اومجلس کې به یې  دهغوخبره مطرح کوله اودهغوﺉ له مظلومیت نه به یې دفاع کوله.


عبدالمجیدبابی زمونږدهیوادپه کچه یونومیالي ادیب ،روشن فکره سیاستوال اودخپل وطن اوولس په ویر ویرجن شخصیت وه .
نوموړی  حکومتي سړی نه وه  بلکي هغه یو ولسي شخصیت  وه چې له حکومتي منصب پرته یې دخلګوپه زړونوکې ځای درلود.
نن چې دهغه په وژلوسره کومه تشه رامنځته شوې هغه  په معنوي لحاظ یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه ده؛ځکه دهرې ټولنې دعلمي اشخاصو وژل اوله منځه وړل دهغې ټولنې دفرهنګ اومفکورې دله منځه وړلوپه مانادي .


زه نپوهیږم چې عبدالمجیدبابي طالبانوته څه  تاوان رسولی وه چې هغه یې وواژو اودهغه وژل کیدودوﺉ ته څه ګټه ولرله.دانساني عقل له مخې هرڅوک چې یوکارکوي دهغه دتبریرلپاره مخکې ترمخکې  مصالح سنجوي  اودښواوبدوله سنجش نه وروسته  دهماغه کارپه ترسره کولواقدام کوي .
زما له انده خودطالبانوپه وړاندې چې کوم  منفي تأثر دعبدالمجیدبابي له وژلو وروسته د فرهنګیانو ،ژورنالیستانواوپوهانوپه منځ کې  پیداشوی  هغه په هیڅ صورت ددوﺉ په مصلحت نه ده .


زه نه طالب یم اونه دکرزي دادارې کارمند بلکې دیوه مسلمان افغان په حیث  دعبدالمجیدبابي په څیر علمي هستي دهیواداولس لپاره افتخاربولم  اودهغوﺉ له لاسه ورکول  دخپل ولس اوهیوادلپاره نه جبیره کیدونکې ضایعه .