دټاكنوخپلواك كمېسيون ولسمشرۍته شپاړلس تنه هغه نوملي(نامزدان)دپوښتنواو تحقيقاتولپاره څارنوالۍ ته معرفي كړي اوڅارنوالۍ هم ترې دتحقيقاتو اوپوښتنوګروېږنو پرېكړه كړې چې په ټاكنوكې يې كم تركمه لس زره رايې هم ندي وړي.
داپرېكړه پخپل ډول كې ښه پرېكړه ده دانصاف او ولس غوښتنه هم همداده چې ټول هغه اشخاص او ډلې بايد محاكمه شي چې دشخصي ګټو لپاره ملي ګټې زيانمنوي ،دخپل هوس او خواهشاتو داشباع لپاره ملي شتمني بې ځايه لګوي او قوانين پخپله ګټه دځان لپاره تفسيروي.
له شك پرته دولسمشرۍ دانامزادان دمحاكمې وړدي ځكه چې ښكاره خيانت او درغلي يې كړېده دټاكنو دقانون لمخې دوى بايد دكانديد اتورۍ په وخت كې دټاكنو كمېسيون ته دټاكنو دلس زره كارتونو فوتوكاپي، په فورمه كې ثبته دكارت دخاوند پوره پېژندنه اونور معلومات دټاكنو كمېسيون ته وركړي واى داپه دې معنې چې ثابته كړي چې خپل كم تركمه لس زره ملاتړي خودى هم پېژني او ددې لپاره چې وښيي په ولس كې اثراورسوخ لري. نوكله چې ټاكنې كېږي كانديد بايدكم تركمه له لس زروڅخه ډېرې رايې وګټي ځكه چې لس زرو تنو خو مخكې تر مخكې ورسره ژمنه كړې اونور نو په ټول افغانستان كې ده ته صندوقونه ايښودل كېږي اوبايد رايي واخلي ،خوكله چې هغه جناب يواځې پنځه شپږسوه رايې اخلي داپه دې معنى ده چې ده درغلي كړې ا وهغه لس زره كارتونه او فورمې هم ياجعلي دي اويايې په نورولارودټاكنو كمېسيون تېروېستى دى دټاكنو كمېسيون پردوى سلګونه ميليونه ډالرلګولي،ددوى عكسونه ،درايې وركولو كارتونه يې چاپ كړي ،دوى يې ولس ته ورپېژندلي ،دكانديدانو په تورم كې يې لاس درلود،دهغوى شمېريې درې درجنوته لوړ كړى دى.
ددوى محاكمه به دنوروسياسي درغلي كوونكيولپاره دعبرت درس شي چې بياداسې جعلكاريو ته زړه ښه نكړي.
ځينې خلك دڅوكۍ اومقام ډېر وږي دي دقانون له تخفيف او مراعات څخه ناوړه ګټه اخلي او په هركار كې افراط كوي دافغانستان په كوچني اوكم نفوسه هېوادكې تر ۱۲۰سياسي ګوندونه او ولسمشرۍ ته ۴۱كانديدان دخندا اوحيرانتياوړده خو دايواځې دسياسي دحريصانوتقصيرندى،بلكې حكومت اوحكومتي قوانينو هم تر ډېره حده دسياسي حرص تقويې اودې انارشۍ ته زمينه برابره كړېده ،موږ دګوندونو داسې مشران هم پېژنو چې حكومت يا دعدليې وزارت ته خويې اوه سوه اشخاص له تذكروسره دغړيوپه توګه وړاندې كړي خوبيا درې تنه هم نشي موندلاى چې چېرته يې دځان په استازولۍ ولېږي اوس داشك پيداكېږي چې ښايي دې خلكو هم جعلكاري كړې وي.
په دې اړه دټاكنوكمېسيون ته نيوكې ګوته نيول كېږي . دوى بايدمخكې تردې چې دولسمشرۍ درجنونه شوقيان ولس ته دنامزدانو په توګه معرفي كړي ددوى اسناد پوره كتلي واى او په هماغه وخت كې يې دا ۱۶تنه جعلي ولسمشران !!له لست څخه وېستي اوڅارنوالۍ ته معرفي كړي واى .
پوښتنه داده چې كه احياناًپدې ۱۶تنوكې كوم يوه ټاكنې ګټلې واى نو آيا دټاكنو كمېسيون به بيا داجرئت كړى واى چې ددوى دوسيه راوڅپړي؟ اوكه داجرئت يې هم كړى واى نوآيا داټاكنې به له سره كېدلې؟ او ايا دابه پخپله اعتشاش ته لمن وهل نه وو؟اته مياشتې وروسته چې اوس هرڅه خلاص شوي ، آبۍ مړه او تبه يې شلېدلې ده دكانديد په جعلۍ تورنول انسان ته هماغه د ظاهرشاه په وخت كې دافغانستان حريم ته راغلې الوتكه وريادوي چې شپږمياشتې وروسته يې دويشتلو مكتوب ورغلى و او يا له اختروروسته پرديوال دنكريزودتپلومتل رايادوي .
لكه وړاندې مو چې يادونه وكړه موږ په هركار كې افراط اوله هرڅه سره سطحي او سرسري برخورد كوو دطالبانو له ماتې ورورسته چې ددموكراسۍ كومه توپاني څپه راغله نوډېروخلكوترې ناوړه ګټه واخيسته آن ددموكراسۍ ماهيت او بڼه يې مسخ كړه ،ددوى دحاكميت پرمهال له پنځه كلن قيداو محروميت وروسته بې دروازو او بې بندوباره ازادۍ هرچااو هرڅه ته لار پرانيسته .
اوس موچې دااته كاله بې جلبه دموكراسي وازمويله نو داهرڅه بايد كنترول اوقانوني كړل شي ،هركار او هرڅه ته بايدتناسب، معياراو قانون جوړكړل شي، په ځانګړې توګه ټاكنو ،ګوندونو،ازاديواو ….ته
داسې قوانين بايد جوړكړل شي چې زموږ دهېواد له حالاتو ذهني اوعيني واقعيتونو،دين ،دود اوستورسره برابروي ،داسې قوانين چې زموږ هېوادوال هم له خپلوديني اودموكراتيكو حقوقوڅخه بې برخې نكړي او دومره اوپن (خلاص اوبې قيده)هم نه وي چې له مخې يې (دټاكنودخپلواك كمېسيون دمشرپه وينا)داسې اشخاص هم ځانونه دولسمشرۍ ستر مقام ته كايديد كړي چې بايد په روغتونونوكې تر اروايي درملنې لاندې ونيول شي ،يا داچې هرڅوك يوڅوتذكرې پيداكړي اوسياسي ګوند جوړكړي.
موږ ولسمشرۍ ته داسې كانديد هم درلود چې دكابل ښار ديوې امنيتي حوزې دوركړې په بدل كې هم ښاغلي كرزي ته له كانديداتورۍ څخه تېريده ،داسې كانديد موهم درلود چې دلوى نوم ، سترې څوكۍ ، لوړ مقام او پرېمانه شتمنۍ او شهرت خاوند هم ووخو ده ته ديوبل مطرح كانديدددرې كلن كوچني زوى خندا له خپل هوډ څخه واړاوه،داسې كانديدان موهم درلودل چې له كانديداتورۍ وروسته په مطرحو كانديدانوپسې ګردګرځېدل چې كه كوچنۍ ژمنه هم ورسره وكړي دوى ورته تېرېږي ،داسې كانديدموهم درلود چې هرافغان ته يې پنځوس جريبه ځمكه هم وركولى شوه، داسې كانديد هم چې دمولينا او حافظ شعرونو پرستيژ له ځانه بې ځانه كولى شو!!!داكانديدان بيا نه پخپل حيثيت پسې ګرځېدل ،نه دخپلومرستيالانو اونه هم دخپلو لس زرو ملاتړو!!.
د ا ددموكراسۍ شرمول ، مسخره كول او په دموكراسۍ ملنډې وې چې دا هم دهمدې بې بندوبآره دموكراسۍ ډالۍ او مېوه ده.
نوربايدددې قانوني! بې نظمۍ ،سياسي او دموكراتيكي انارشۍ مخه په جدي توګه ونه نيول شي اوهېچاته اجازه ورنكړل شي چې ددې رنځېدلي او دردېدلي ملت پر برخليك لوبې وكړي ،او ملت هم بايد نور ويښ شي ،سياسي شعور يې په رګوكې وغځېږي او ددې سياسي اومادرن سوداګروپه وينا او ژمنوتېرنه وځي.