کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که بهرني پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟

که بهرني پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟

زمــــــــا ر بـــه  نــــوى رنگ نـــــــوى  جهـــــــان را
نـــــــــو ونــــــويـــــــــو اشــــــــارو تــــه نوى شان را
چـــــــې دکـــــون و دفســــــــاد معمـــــا حــــل کړم
لا براتــــــــوار دژونــــدانــــــه کښې دغه توان را


افغانستان دمنځنى آسيا هغه هيواد دى چى د تاريخى لحاظه  دامپراطورو قبرستان  په نامه هم یادیږې ، اسکندر مقدوني ، صفوي اوچنګیزي لښکرې همدلته تباه شوې اوله هغه نه وروسته دانګلستان دوخت داستعمارى قدرت نوبت راغى او  څوځلې له افغان مجاهدينو سره په ډغرو شول او عبرتناکه ماتې وخوړله، له انګلیسانو وروسته دشوروى اتحاد دکمونستى امپرياليزم دوره راغله  روسان هم له لسو کلونو جګړو وروسته خپل  مړي او  معلولين دجنګ په ډګر کې پريښودل اود افغانستان نه وتښتيدل،ولی  په دې ټولو صلیبی  قوتونو کې يو يې هم بريالى نشو چى د افغانستان غیرت مند ولس د خپلې غلامی په جال کښی ګیر کړی، ديوولسم سپتمبر پيښی  امریکایان وقهرول او ديوه ناکام پلان له مخې يې په افغانستان يرغل وکړ .د افغانستان څخه د شوروي دعسکرو ترو وتلو وروسته امريکا په دې خوش فهمۍ کې مبتلا شوه چی افغانستان به په خپل پوځی زور په ډیر کم وخت کښې خپل تابع کړی  د امپراطورو قبرستان لفظ امریکا یانو  هم دافغانستان  لپاره استعمال کړى کوم چې له څوکلونو راهيسې د مخالفینو  لښکر سره په ډغرو دی   او  د هدیرې تیوری سل په سلو  ورته عملاً  ثابته  شوله  که د امریکا اقتصادی  او د پوځی حالاتو ته نظر وکړو نو ډیر زر به دروسانو  په سرنوشت  شی
 اوس د هر با احساسه افغان  سره  دا تشویش دی که بهرني صلیبی  پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟
 که چيرته  د هېواد د تيرو دريو لسيزو ورور وژنې ،د صلیبی هیوادونو یوځل بیا یرغل  او هېواد ورانونې اصلي لاملونه و څیړو نو د نورو لاملونوپه څنګ يو پياوړی لامل يې زمونږ د علم کمښت  اوزمونږ د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخيستل  کیدلیشی
 د روسانو د وتلو نه وروسته  هرچا د  خپل شخصي ګټو په خاطر ورور يې د ورور په لاس ووژنه  ، موريې د اولاد په ويرکښينوله،  ماشومان یی یتیمان  کړل ، پتمنې نجونې بې پته کړل  او تنکی څوانان یی د تورو خاوری لندی کړل په افغاني غيرت مو پښه کيښودل شوه. او  هر چا او هرې ډلې  په خپل توان ددې هېواد په ورانولو کښې برخه واخيسته
افغانان دحکومت په جوړولو کښی مهارت لری  او دا صلاحیت په دوی کښی شته چی خپل راتلونکی په خپله وټاکی دوی خپل خلک پخپله د یو واحد  چت لندی  را ټوله ولی شی .  افغانان د بهرنیو شتون ته هېڅ اړتيا نه نلری،  د خپل عزت، پت او خپلواکي ساتنه پخپله کولی شی .
 زمونږ جهادی مشران د کفارو په ساز ګډیګی هیر یې کړل چې دی غیرتمند ولس  د خپل د اسلامیت  غیرت د ساتنی لپاره شهیدان  ورکړی د  معلولينو او یتیمانو نه  وطن ډک دی  ، ،نن   هر با احساسه افغان  د دغو نه   دا پوښتنه لری  چې د روسانو په خلاف ولې تاسو جهاد وکړو؟؟  هسې نه هم افغانستان د ترقی په لور وو نور بې هم ترقی کړی وه، د بی شرمی هم یو حد وی ولی دا جنګسالاران نن ډیر په   فخر سره دا خبر کوی  چی دا صلیبیان  زمونږ د  هیواد ودانولو ته راغلی  او مونږ به د وی په  په مشرې د ترهګرو په خلاف جهاد کوو.
نن د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس  خپل رښتینی با غیرته  او اتلان ورونه  پیژندلی  که چیرته دا یرغلګر فوځ د افغانستان نه  وتیښتی  نو انشا الله  د الله نه امید لرو چی  افغانان  به متحدشې  ځکه چی افغان ولس   نور جنګ نه غواړې
د بهرنيو وتل د افغانستان نه د  جگړی د پاى او د دجال نه د خلاصون  مفهوم لری  ،افغانانو ته به دا موکه لاس ته ورشی چی خپل د خوښی نظام جوړ کړی چی  افغانان به په کښی  د ازادی  او امنيت په فضا کښی به ساه واخلي، او افغانستان  به یوځل بیا خپل  ملي او نړيوال حيثيت به لاس ته راوړی  د  تيرو دريو لسيزو  تریخې تجربې  افغانان  یی د غفلت د خوب نه بیداره  کړی،  او  انشا الله د خپل د هیواد د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوی 
چــــــــــې صاحب دقنــــــاعت وي په هرڅه کښې
هســــــــې رنگــــــــــه ملـــــــکان  او حـاکمان  را
چـــې دخپل ورور د وجــــود غوښې ونه خورم
خــــدايه دغــه رنگ سپېڅلى پاک وجدان را
التجـــــا د (ړنگ ) خاونـــده مستجاب کړې
ودانـــــۍ تــــه د وحدت خپـــل  پيروانان  را