طنز
بیا ټاکنې وې ماما بیا یو کاندید وو هغه همدا ویل: زه جنایت کاران ورک وم. زه کار اهل کار ته سپارم .او وروسته به يې بیا یو سترګګ وواهه . یوخبریال د هغه دسترګګ په لیدو د ماما نه وپوښتل :
ماما رښتیا ووایه تر اوسه به دی څو مره خلک غولولي وئ؟
ماماد خولۍ سره سر وګرواه ، زړه نازړه يې وویل:
عجبه پوښتنه کوی ولې به مې څوک غولولی وي! بیا يې یو سترګګ وواهه
بیا هم را غونډ شوو خلکو نارې کړل:
خیر بیا هم ته او خدای رښتیا ووایه!؟
ماما وویل:
ښه چې قسم مو راکړی بیا رښتیا درته وایم:
– ټوله دنیا!
را غونډ شوی خلک هېښ پېښ شول او ویې ویل:
اوه ،ټوله دنیا!
څرنګه؟
هغه یو سوړ اسویلی وکېښ او ویې وویل :
لومړی هغه وخت چې لویه جرګه وه اوما د هغو د خوشالی لپاره پهلوان لیری کړ هغو نارې کړل آه د نرځو! او زه يې په اکثریت مشر وټاکلم ما پهلوان ته یو سترګګ وواهه .ما هغه پهلوان مارشال کړ او په زوره يې وخندل :هاهاهاها
یوتن چې هلته وو نارې کړل:
-یانی تا لویه جرګه و غولوله .
ماما ویل:
هو نو څه مې کولای شول هغه پهلوان وو.
خبریال ترې وپوښتل:
– او بیا
ماما وویل:
دویم وارهغه وخت چې زه يې بیا ټاکلم . ما د ملت د خوشالی لپاره وویل:
زه کار اهل کار ته سپارم نو علی بابا مې لیری کړ ګر چې د هغه غلو د هغه په لمسون ډیر تاوانونه ورسول . خو ما هغه ته سترګګ وواهه .
د ټاکنو وروسته مې هغه ته بله لویه څوکۍ ورکړه.
-ستا مقصد دا دی چې ټول ملت دی وغولوی .
– هو نه څه مې کولای شول ،د هغو د سترګو نه ویریږم ، بې هغوی نه کیږی هغوی خطرناک دی.
او درېیم وار له ټاکنووروسته مې دنیا ته وویل: زه نشه یې توکي ورکوم ددی لپاره چې درواغجن نشم یو سترګګ مې ورسره وواهه.
خلکو په یو ږغ ناری کړل :آه!یانی تا ټوله دنیاوغو لول !؟
ما ما یو سوړ اسویلی وکېښ ویې ویل:
هو نه څه مې کولای شول تاسو پوهیږی زما د لاسه هیڅ شی پوره نه دی د مسولیت د نه اخیستلو په پار سترګګ و وهم خو تاسو ځان نه پوهوی. زه په ښکاره نارې وهم چې له ډار ه سترګګ وهم .مګر خدای دی اوس خیر کړی لکه چې بهرنیان زماد سترګګ په مانا پوه شوی دی اوس يې البرادایي د ملګرو میلتونو د اتومي تاسیساتو رییس ته دنده ورکړ ی چې راشي وګوري زما سترګګ خو اتومي موخه نه لری.