رښتين بابا څرنګه چې اجمل خټك بابا ويلي دي د يو نغري ، د يوې كورنۍ ، د يوې قبيلې ، د يوې سيمې نه ؤ ، بلكې هغه د هرې كورنۍ ، هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ .
زه له ټولو پوهانو ، ليكوالو ، شاعرانو ، اديبانو ، استادانو او د رښتين بابا له علاقه مندانو څخه په درنښت هيله كوم چې د رښتين بابا د پاڼې د ښکلې كولو او ښه كولو د پاره قلمي همكاري وكړي ، او د رښتين بابا په باره كښې خپلې ليكنې ، مقالې او اشعار دغې پاڼې ته د نشر دپاره وليږي.
همداشان له ټولو درنو لوستونكو څخه هيله كيږي چې د پاڼې د لا ښه كولو د پاره خپل وړانديزونه راوليږي او مونږه ته مشورې راكړي.
د رښتين بابا ويب پاڼه
WWW.reshteen.com
اړيكې : Admin@reshteen.com
s.reshteen@gmail.com
په درناوي