کور / راپور / پكتياوال آريانا پوهنتون غواړي (راپور )

پكتياوال آريانا پوهنتون غواړي (راپور )

  ۲۵-۲-۲۰۱۰

په پكتيا ولايت كې د څه د پاسه ديرشو مدني ټولنو جرګې په يوه خبري غونډه كې د ولسمشر حامد كرزي څخه وغوښتل چې ورسره ژمنه شوى آريانا پوهنتون دې ورته په رسمي ډول پكتياته وركړي
 حامدكرزي په خپل ټاكنيز كمپاين كې له پكتياوالو سره ژمنه كړي وه چې د اريانا پوهنتون به پكتيا ته په رسمي ډول راليږدوي
په دغه ناسته كې چې د شااو خوا ديرشو كلتوري او مدني ټولنو استازو ګډون كړى وو له ښاغلي كرزي څخه  يې غوښتنه وكړه  چې  آريانا پوهنتون دې ورته په رسمي ډول پكتيا ته وركړي
آريانا پوهنتون د پيښور په ښار كې  شپږ كاله وړاندې د افغانانو له خوا جوړ شوى، چې د طب ، حقوق او انجينيرې درې پوهنځي لري .
په  دغه پوهنتون كې دا مهال څه د پاسه درې زره محصلان  په زده كړو بوخت دي چې ډيرى برخه يې د لويي پكتيا اوسيدونكي دي
په پكتيا كې د مدني او فرهنګي  ټولنو استازو ګوتڅنډنه وكړه كه چيرې دا پوهنتون په رسمي ډول پكتيا ولايت ته ورنكړل شي، نو په لاريونونو به لاس پورې كړي. .
د مدني ټولنو يو تن استازي سيدجمال اصف خيل غونډي ته په خپلو خبرو كې وويل (( ولسمشر كرزي د پكتيا له خلكو سره دوه ځلي ژمنه كړي چې اريانا پوهنتون به پكتيا را انتقالوي خو تراوسه پورې دا كار نه دى شوى ))
نوموړي وويل چې په كابل كې ځيني خلك شته چې د دې پوهنتون د راتګ مخه يې نيولي .
اصف خيل زياته كړه چې په پكتيا كې د اريانا پوهنتون لپاره هيڅ ستونزه هم نشته خو په پلازميني كابل كې ځيني كسان ورته د ستونزمن كا رپه توګه ګوري .
خوږمن ځاځى هم دغونډې بل ګډونوال ووهغه زياته كړه  (( كه چېرته د اريانا پوهنتون پكتيا ته په رسمي ډول ور نه كړل شي نو موږ به لاريونونو ته مخه كړو ))
د دغه  پوهنتون غوښتنه په پكتيا كې د هغې جرګې لخوا كيږي چې دوه ورځې وړاندې د څه د پاسه دېرشو فرهنګي او مدني بنسټونو له خوا د دغه ولايت په چارو د څارنې او ټولو حقونو د غوښتلو په موخه  جوړه شوې ده.