خير دى که خپور د ظلم دام دى چاته مه وايه څه
پام کوه دا کلى بد نام دى چاته مه وايه څه
د وخت ساقي له کاسې لاندې نېم کاسه نېولې
لاس کې يې ستا د وينو جام دى چاته مه وايه څه
دلته رقيب د هر مين په زړګي لوبې کوي
داسې عمل خو دلته عام دى چاته مه وايه څه
دلته رڼا او مشا لونه دي د زور د خاوند
ستا په نصيب که تور ماښام دى چاته مه وايه څه
دا څو غټ خيټي که په تا څومره نادودې کوي
هر څه منه دلته ناکام دى چاته مه وايه څه
د وخت تيارې به دې جونګړه کې غويمنډې کوي
دلته د خوارو دا انجام دى چاته مه وايه څه
تور ته به سپين ،سپين ته به تور وايې ددوي په خوښه
د حق ويل دلته اعدام دى چاته مه وايه څه
ساده زړګيه ځه له دې کلي نه کډه وکړه
دلته ړندو سره زمام دى چاته مه وايه څه
دلته به سوځې لکه شمع د خپل تن په وينو
که نه نو ژوند دې بس ناکام دى چاته مه وايه څ
ه
ته به خندا کړې که دې دوى غوښې پر اورسوځوي
داسې قانون ددغه قام دى چاته مه وايه څه
شف شف کوه خو شفتالو ته دې خوله جوړه نه کړې
ډک له له ازغيو که هر ګام دى چاته مه وايه څه
نصرته هسې به په تورو بلاګانو واوړې
ډک له خطره دې پيغام دى چاته مه وايه څه
وياړلې حماسې
ځلانده ستورى پر اسمان ځلېږم
يمه افغان ځکه افغان ځلېږم
زه د نړۍ د تاريخونو ډيوه
له ننګه ډک يم مسلمان ځلېږم
هسکه شمله اوچتې سترګې لرم
هر يو غليم ته پر ميدان ځلېږم
سر ور کوم خو سرټيټي نه منم
ځکه تاريخ کې قهرمان ځلېږم
زه د وياړلو حماسو اتل يم
په هندو سندو په ايران ځلېږم
د هر غاصب او هر غليم سترګو ته
د ابدالۍ تورې په شان ځلېږم
د روسيې زړه ته ورختلي يمه
د بخارا پر هر بيابان ځلېږم
زه د ډيلي او پاني پت فاتح يم
پاس پر سينه د اصفهان ځلېږم
نصرته ما د وينو سره ورکړي
چې پر تندي د خوږ جانان ځلېږم
څلوريزې
داد خاورو خړ کورونه په مونږ ګران دي
د وطن سپيره ډاګونه په مونږ ګران دي
که غليم يې هر څو لوټ کړې رڼاګانې
دا زخمي زخمي تور غرونه په مونږ ګران دي
——————————————-
له حرا نه چې کوم نور په ځليدو شو
تر يورپ او افريقې په خوريدو شو
محمد (ص)د سولې امن پيغام راوړ
بربريت او ظلم زور په ډوبيدو شو
———————————–
په غم مې ژاړي د اسمان وړانګې
ماتې د زړه مې شولې ګلڅانګې
دي جنازې مې د ارمانونو
رقيب مې لوټ کړې د هيلو پانګې
———————————–
غليم زمونږ په وينو رنګ کړل کلي
په ډير وحشت يې ړنګ و بنګ کړل کلي
اوس به بدل ترينه د وينو اخلم
چې يې تبا راته په جنګ کړل کلي
——————————
ادم شهيد شو رباب اور اخيستى
بلبل ستي شو ګلاب اور اخيستى
په جوماتونو يې هم زړونه يخ کړل
قران يې وسو محراب اور اخيستى
———————————-
غليم مو بلې کړې په زړونو لمبې
د بر ګودر په چنارونو لمبې
پيغلې يې وسوې او منګي يې مات کړل
خيژي د کلي له بامونو لمبې