د امریکا ( مک کلیچی ) اخبار په خپل تازه راپور کی وایی چی د حامد کرزي مرستیال کریم خلیلی مارجې ته ورغی او یوې ۴۰۰ کسیزه غونډی ته یې وویل چی « موږ به ستاسو تر څنګ ولاړ یو . موږ به مو یوازی پرې نږدو . بیا به داسی نه کیږی چی هغوی یو ځای تصفیه کړي او بیرته ورڅخه روان سی . نور به موږ پاتیږو او جنګیږو به . » په دې غونډه کی امریکایی لوی جنرال مک کریسټل هم په جګه غاړه د یو « قهرمان ! » غوندی حضور درلود او غونډی ته یې داسی وویل : « هغه څه چی موږ وکړل باید نور هم ګړندي مخته ولاړ سو تر څو خپلو مقصدونو ته ورسیږو ، خو باید محتاط اوسو چی پر هغو کوچنیو توپیرونو باندی سترګی پټي نه کړو چی تر لاس لاندی به یې نیسو . »
راپور زیاتوی چی خلکو په زړه نا زړه توګه برخه اخیستې وه او څو کسانو خپلی غوښتني او شکایتونه ور وړاندی کړل . یو سړي امریکایی پوځیان متهم کړل چی په خپلو بېباکو تلاښیو سره یې افغانان توهین کول ، دوه کسه په دې پریشانه وو چی حکومت به هم د تریاکو د پیداوارو څخه مالیه غواړی لکه طالبانو چی غوښتله ، څلورم د خپلو وژل سوو خپلوانو د سر قیمت غوښت . خو خلکو د کریم خلیلی چندانی تود هرکلی و نه کړ .
امریکایی قوماندان او استخباراتی مقام ( جنرال مایکل فلاین ) وویل چی نور نو د افغان حکومت د امتحان وار دﺉ چی د مارجې او هلمند د خلکو سره څنګه سلوک کوی .