د بی بی سی د خبر له مخی د روسیې د مخدره موادو فډرالی ادارې پر ناټو سخت انتقاد وکړ چی د افغانستان د هیروینو د ډیرښت په تم کولو کی ناکامه سوې ده . ویکتور ایوانوف وویل چی هر کال په روسیه کی دیرش زره انسانان د هیروینو د استعمال څخه مړه کیږی چی د هغو ۹۰٪ د افغانستان څخه راځی . ده د اوباما حکومت متهم کړ چی د تریاکو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره پوځی عملیات نه کوی . خو امریکا دا عذر وړاندی کوی چی د دغسی اقدام په نتیجه کی به کروندګر د طالبانو په لمن کی ولویږی . خبر زیاتوی چی دا لومړی ځل دی چی ایوانوف پر ناټو دا پړه اچوی چی په افغانستان کی د تریاکو په محوه کولو کی ناکامه سوې ده . روسیه ادعا کوی چی دا مواد په منځنۍ آسیا کی ډیر ارزانه دي او هغه روسیې ته راځی او هر کال ۳۰۰۰۰ روسان وژنی .