ښکاري چې مارجې نه د ميوند د وينو پور اخلي
ځکه کجکي کې په اوبو کې کبان اور اخلي
خپله بغاوت ته مجبورۍ رقيب خاموش ولس
ګوره چې ورو ، ورو د ملالۍ ټپې نه شور اخلي
ډله ده له ستورو او سپوږمۍ نه ټول راغلي دي
ځي د تمدن په نوم پښتون نه خټين کور اخلي