رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کی لیکی چی د رژیم استخباراتو خبریالان ور وغوښتل او خبردارﺉ یې ورکړ چی وروسته له دې به هغه خبرونه او راپورونه قطعأ نه خپریږی چی د طالبانو د حملو پر مهال یې د اړونده ځای څخه ورکوی . د استخباراتو یو مقام سید انصاری هغوی ته خبردارﺉ ورکړ چی که وروسته له دې چا د دغسی ژوندیو صحنو فلمونه ، عکسونه ، خبرونه او راپورونه تهیه او خپاره کړل نو هغه خبریال به توقیف او سامان آلات به ورڅه ضبط کړل سی . ده وویل چی د دغسی صحنو خپرول د ده په وینا د افغانستان د دښمنانو په ګټه او په اصطلاح د حکومت په زیان تمامیږی . ده ورته وویل چی لومړی به زموږ څخه اجازه اخلی بیا به اړونه خبر یا راپور خپروﺉ . مګر دا بندیز د افغان خبریالانو او بشری حقوقو د ډلو لخوا سخت وغندل سو او هغوی وویل چی دا کار به افغانان د هېواد دامنیتی وضعی د خبرېدو څخه محروم کړی .
خو مبصرین وایی چی « وارداتی دیموکراسي » تدریجأ په « قلابی دیموکراسي » سره بدلیږی او رژیم د خپل سیوری څخه بیریږی .